کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٥) د ٢٤زره افغانانو په ګډون له ټولې نړۍ سلګونو زرو مسلمانانو د سعودي عربستان په مکه مکرمه ښار کې د حج مناسک پيل کړل.
له تېرې شپې څخه مسلمانان د احرام له تړلو وروسته د منا پر لور خوځېدلي او نن ټوله ورځ به هلته سره راټول وي، شپه به هم په منا کې کوي.
سبا د يکشنبې په ورځ به مسلمانان د عرفات پر غونډۍ راټولېږي چې د حج ستر رکن دى، هلته به د نمره په جومات کې د حج خطبه ويل کېږي او د غرمې او مازديګر له لمانځه وروسته به دوى د مزدلفې پر لوري روانېږي.
مسلمانان به شپه په مزدلفه کې کوي او سهار به منا ته ځي، د اختر په لومړۍ ورځ به شيطانان ولي، قرباني به کوي او وېښتان به کموي، د شيطانانو د ويشتلو پروسه به دوه ورځې دوام کوي او مسلمانان بېرته مکې مکرمې ته په ستنېدو سره وروستۍ طواف کوي او له دې سره د حج مناسک پاى ته رسېږي.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت او د حج وزارت ويلي چې د حج د فريضې ادا کولو لپاره يې کلک امنيتي تدابیر نيولي او حج کوونکو ته يې ټولې اسانتياوې برابرې کړې دي.
د حج کوونکو د امنيت لپاره ١٠٠ الوتکې او زرګونه ځانګړي امنيتي سرتېري پر دندو ګومارل شوي دي.
د سعودي حکومت اعلان کړى چې د حج پر مهال پر هر ډول سياسي حرکتونو او شعارونو بنديز دى او که هر چا سرغړونه وکړه، نو له قانوني چلند سره به مخ شي.
له افغانستانه د حج فريضې ادا کولو لپاره د ننګرهار اوسېدونکى حسن خان ملکزي پژواک اژانس ته وويل چې دوى تر اوسه له کومې ستونزې سره مخ شوي نه دي او د افغانستان د حج او اوقافو وزارت له خوا ورته ښې اسانتياوې برابرې شوې دي.
په سعودي کې د افغانستان د حج د پلاوي يوه غړي چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پرون پژواک اژانس ته ويلي وو چې تر اوسه څلور افغانان چې د حج لپاره سعودي ته ورغلي مړه شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په مړه شوو کې دوه مېرمنې دي او ټول د ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










