کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۹۵): د نړۍ له بېلابېلو سيمو سلګونه زره مسلمانانو د اسلام د پنځم رکن حج لوى رکن (وقوف عرفه) فريضه ادا کوې.
د ٢٤زره افغانانو په ګډون له ټولې نړۍ سلګونو زرو مسلمانانو د سعودي عربستان د مکې مکرمې په ښار کې د حج مناسک پيل کړل.
دوى تېره شپه له مکې مکرمې منا ته تللي وو او نن له غرمې مخکې د عرفات غونډۍ کې راټول شول او د ( لبيک اللهم لبيک) په ويلو سره يې د الله په دربار کې د مغفرت دعاګانې وکړې.
هغوى د غرمې او مازديګر لمونځونه په ګډه د عرفات د نمرې په جومات کې ادا کړل او د حج خطبه يې واورېده، له هغه وروسته د مزدلفې پر لور وخوځېدل.
مسلمانان به د ماښام او مازديګر لمونځونه په مزدلفه کې وکړي او شپه به تر شنه اسمان لاندې تېروي، د اختر په لومړۍ ورځ د سهار تر لمانځه وروسته به حاجيان بېرته مني ته ځي، لوى شيطان به په کاڼو وولي، وروسته به خپل ويښته کموي او حرام به لرې کوي.
حاجيان به د اختر په دويمه او درېيمه ورځ هم شيطانان په کاڼو ولي او وروسته به په حرم شريف کې د وروستي طواف ترسره کولو سره د حج مراسم پاى ته ورسېږي.
سږ کال له سعودي عربستان او ټولې نړۍ څخه شاوخوا دوه نيم ميليونه مسلمانان د حج فريضې ادا کولو په موخه مکې مکرمې ته تللي چې په کې ٢٤زره افغانان هم شامل دي.
د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت او د حج وزارت ويلي چې د حج د فريضې ادا کولو لپاره يې کلک امنيتي تدابیر نيولي او حج کوونکو ته يې ټولې اسانتياوې برابرې کړې دي.
د حج کوونکو د امنيت لپاره ١٠٠ الوتکې او زرګونه ځانګړي امنيتي سرتېري پر دندو ګومارل شوي دي.
د سعودي حکومت اعلان کړى چې د حج پر مهال پر هر ډول سياسي حرکتونو او شعارونو بنديز دى او که هر چا سرغړونه وکړه، نو له قانوني چلند سره به مخ شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










