منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۹ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پروان روزنتون ودانۍ او د څښاک پاکې اوبه نه لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

چاريکار (پژواک، ۲۴وږى ٩٥): د پروان رونتون (دارالايتام) ماشومان په روزنتون کې د تدريسي څرنګوالي او ښوونکو له چلند خوښي څرګندوي، خو وايي چې د روزنتون زړې نامناسبۍ ودانۍ او د څښاک اوبو نشتوالي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دوى چې شمېره يې شاوخوا سلو ماشومانو ته رسېږي او له شپږو تر ١٨ کلونو پورې عمرونه لري، ډېرى يې يتيم او بې سرپرسته ماشومان دي او شکايت کوي چې د کانال اوبو د کارولو په سبب ناروغ وي، تر باران لاندې درس نه شي ويلى، ځکه چې ټولګي يې څڅېږي.

١٣ کلن امېدالله چې پلار يې پنځه کاله وړاندې مړ شوى، وروسته رونتون ته شامل شو او اوسمهال د پنځم ټولګي اول نومره دى، دى وايي چې د روزنتون ښوونکي زيات زحمت کاږي، خو کنډو کپر ټولګي او د روغتيايي اوبو نشتوالى يې ستونزې دي.

هغه زياته کړه چې د روزنتون ماشومان د کانال له اوبو ګټه اخلي او دا چې صحي نه دي، په ګڼو ناروغيو لکه نس ناستي او نورو اخته کېږي.

نوموړى چې د کابل د قره باغ ولسوالۍ د باغ علم کلي اوسېدونکى دى، زياتوي: ((د پسرلي موسم کې د زيات باران په سبب درس نه شو ويلى، اوبه له پاسه راباندې راڅاڅي، ټولګى مو ښېښه نه لري، له دې وروسته هوا په سړېدو ده، په ازموينه کې قلم هم نه شو نيولى.))

دغه يتيم ماشوم چې هيله لري ډاکټر شي، وايي چې د روزنتون د انګړ د ټيټو دېوالونه له امله يې ملګري د خونديتوب احساس نه کوي.

هغه زياته کړه چې دوه کوچني وروڼه او مور يې د پروان په مرکز چيکل کلي کې د ماما په کور کې ژوند کوي او مور يې د يوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره د خلکو په کورونه کې کار کوي.

د امېدالله ماما نجم الدين چې خټګر دى، وايي: ((امېدالله مې روزنتون ته  ولېږه، ځکه چې خپله اقتصادي توان نه لرم، ښه درس يې ياد کړى دى.))

د پروان د مرکز د صيادان اوسېدونکي ١٣ کلن مرتضى چى د روزنتون د شپږم ټولګي زده کوونکى دى، د څښاک د صحي اوبو له نشتوالي شکايت کوي او وايي، خپله څو ځله له نس ناستي او استفراغ سره مخامخ شوى او د درملنې لپاره روغتون ته تللى.))

مرتضي چې هيله لري انجنير شي او بېوزلي يې پاى ته ورسېږي، د خپلې مور له مړينې وروسته له درېيو کلونو راهيسې په روزنتون کې دى.

نوموړي په دې ښوونځي کې له تدريسي ميتود نه خوښي وښوده، خو وويل چې د رزنتون ماشومان د شپې له لوري له سړي تښتوونکو او نورو بلاوو وېرېږي، ځکه چې د روزنتون دېوال ډېر لوړ نه دى او شاوخوا يو نيم متر لوړوالى لري.

د پروان د مرکز اوسېدونکي ١٢ کلن محمد زبير هم درې کاله وړاندې د خپل پلار له مړينې وروسته دغه روزنتون کې شامل شوى دى.

هغه هم وويل: ((د شپې ډارېږو چې څوک رانه شي، يواځې زه نه د کوټې ټول ملګري مې وېره لري، له دولت غواړو چې زموږ د انګړ دېوال جوړ کړي او د څښاک اوبو نل راوړي.))

د محمد زبير په ګډون ياد شوي ماشومان د ښوونځي د درسونو د زده کړې تر څنګ، قرانکريم هم يادوي او تر اوسه يې درې سيپارې قران کريم ياد کړى دى، له دولت غواړي چې د دوى يادو شوو ستونزو ته پام وکړي.

زبير د پروان له سوداګرو او پانګه والو وغوښتل چې د دې روزنتون ماشومانو ته جامې برابرې کړي.

د  پروان د مرکز اوسېدونکى او د حاجي ګل اغا پرواني د خيريه بنسټ مشر حاجي خيرالدين مايل وويل، حاضر دى چى د دې روزنتون له ماشومانو سره مرسته وکړي.

هغه زياته کړه چې د دې بڼسټ استازى به ډېر ژر روزنتون له نږدې وګوري او له سروې وروسته به ماشومانو ته د اختر جامې برابرې کړي.

د پروان د روزنتونونو عمومي مدير احمدشاه سيرت وويل چې په دې روزنتون کې شامل زده کوونکي سل کسه دي چې د پروان، کاپيسا، پنجشېر، بغلان، هرات او کابل اوسېدونکي دي.

هغه زياته کړه چې د ماشومانو لپاره يې د ليليې ترڅنګ په ښوونځي کې د ښوونې، ورزش، قرانکريم، رياضي، انګليسي او نورو کورسونه هم برابر کړي دي.

هغه وويل چې تر شپږم ټولګي پورې دغه ماشومانو ته په روزنتون کې او درس ورکوي او وروسته يې روزنتون ته نږدې لېسې ته چې تجربوي لېسه ده، ور پېژني.

خو هغه ومنله چې دغه روزنتون سمه ودانۍ او د څښاک کافي اوبه نه لري، د انګړ دېوال يې هم ټيټ دى.

نوموړي وويل چې دغه ستونزې يې له اړوندې ادارې سره شريکه کړې، خو حل ته يې پاملرنه نه ده شوې.

د پروان ولايت د کار او ټولنيزو چارو مشر قدرت الله رياضت هم د دې ستونزو پخلى وکړ، خو ويې ويل چې د دې ودانۍ د جوړولو لپاره ځکه تر اوسه اقدام نه دى کړى چې دد غه ولايت اوسېدونکي يې پر ځاى حقوقي دعوه لري.

نوموړي وويل چې د روزنتون لپاره د روغتيايي اوبو پر چمتو کولو کار روان دى او اوسمهال په هغه اوبو کې ورته کلورين اچوي چې کارېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه