منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۷ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغان ښځو شبکې په دولتي بنسټونو کې د ښځو نقش زياتېدا غوښتنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

کابل (پژواک،٣٠ وږى ٩٥): د افغان ښځو شبکه وايي چې په دولتي بنسټونو کې  د ښځوو ونډې زياتېدو په تړاو يې د دولت هڅولو لپاره يو وړانديز شوې کڅوړه چمتو کړې ده څو يې د بروکسل په کنفرانس کې وړاندې کړي.

د افغانستان ښځوو شبکې مشرې حسينه ساپۍ نن کابل کې يوې خبري ناسته کې وويل چې د افغانستان په اړه د بروکسل  جوړېدونکي کنفرانس په درشل کې، دې شبکې تېره يوه مياشت د هېواد ٢١ ولايتونو کې له ښځوو سره مشورتي ناستې ترسره کړي دي.

د نوموړې په وينا، دا ناستې چې کابل، بدخشان، بغلان، باميانو، دايکندي، فراه، کندهار، هرات، غور، اورزګان، کندوز، ننګرهار، سمنګان، پکتيا،خوست، لوګر،تخار،بلخ، لغمان، کونړ او نورستان کې جوړې شوې،له فعالو مېرمنو سره د مدني، حقوقي، ښوونې او روزنې او روغتيايې فعاليتونو په اړه خبرې شوي دي.

مېرمن ساپۍ زياته کړه چې د افغان ښځو شبکه غواړي چې خپله وړانديز شوې کڅوړه کې د ښځوو موجوده وضعيت په اړه غږ پورته کړي په ځانګړې توګه د حکومتولۍ، قانون ټينګښت، د سولې بهير  په برخو کې د ښځوګډون په تړاو  او له دې پرګنې سره د ملګرو ملتونو مرستو اغېزمنتيا په ياد نړيوال کنفرانس کې په ګوته کړي.

د افغان ښځو شبکې د مديره پلاوې مشرې سمېرا احمدي هم وويل چې دا بنسټ په دولت کې د ښځوو شتون زياتېدو غوښتنه کوي او غواړي چې زيات شمېر ښځې په مهمو دولتي پستونو کې وګومارل شي.

نوموړې په مهمو دولتي پستونو کې د لږ شمېر ښځو شتون په اړه وويل :" همدا اوس څلور وزيرانې، ٩ مرستيالانې، څلور سفيرانې او يوه  والي په هېواد کې دندې ترسره کوي او همداراز ٦٩ د ولسي جرګې وکېلانې او ٢٩٦ ولايتي شورا غړې ښځې دي؛ خو دا خورا لږ دي او بايد دولت کې د ښځوو ونډه لوړه شي."

همداراز د سمېرا احمدي په وينا، دمګړۍ شپږ سلنه د لوى څارنوالۍ، اته سلنه د سترې محکمې او يو سلنه د دفاع وزارت کارکونکي ښځې دي چې شتون پيکه دى.

د يادې شبکې غړې روشن څېړن وويل:"  ښځې د افغانستان نفوسو نيمايي برخه جوړوي ؛ بايد ټولو ملي پروسو لکه ټاکنې،حکومتولي او د قانون ټينګښت او سولې بهير په څېر مسايلو کې، د ټولو پرېکړو په کچه خپل ځاى ومومي."

د افغانستان ښځو شبکه له ١٣٢ بنسټونو څخه جوړه شوې ده او هېواد کې د ښځوو حقونو په برخه کې کار کوي.

د افغان ښځوو شبکې مسوولينو په وينا، ټاکل شوې ده چې ددې شبکې وړانديز شوې کڅوړه، د يو شمېر استازو په شتون کې بروکسل غونډې ته وړاندې شي.

ټاکل شوې دا کنفرانس، د تلې ١٣ او ١٤ د افغانستان دولتي چارواکو ، مدني ټولنو او د ملګرو ملتونو جګپوړو استازو په شتون کې د بلجيم بروکسل ښار کې جوړ شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې