منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بېلابېلو پېښو کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

تالقان،پل علم(پژواک،١٢تله٩٥): د تخار د ينګي کلا ولسوالۍ په يوه جومات کې د امنيتي ځواکونو د بريد له امله ۶ کسان ټپيان شوي او په لوګر  کې چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي دي.

د تخار امنيتي چارواکي وايي چې ټپي شوي کسان طالبان دي، خو ځايي اوسېدونکي بيا وايي چې دا کسان عام وګړي او لمونځ کوونکي دي.

د تخار امنيه قوماندان مل پاسوال نور محمد حکيمي د تلې په١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر مازيګر امنيتي ځواکونه د ينګي کلا له زاړه ښار څخه د تېرېدو پر مهال د طالبانو له کمين سره مخ شول.

حکيمي وايي چې په دغه نښته کې دوه طالبان ټپيان شوي او د نورو په اړه تر اوسه معلومات نه لري.

قوماندان وايي چې په سيمه کې د طالبانو دوه موټر سايکلونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په ورته وخت کې بيا د ۸۰۸ سپين زر زون قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه نښته کې دوه طالبان وژل شوي او د طالبانو دوه مهم قوماندانان ټپيان شوي دي.

په خبر پاڼه کې د دغو قوماندانانو نومونه مولوي بصير او قاري امين ياد شوي دي.

خو د زاړه ښار يوه اوسېدونکي رازمحمد پژواک ته وويل چې  طالبان د ينګي کلا د زاړه ښار په جومات کې د سيمې له اوسېدونکو سره پر لمانځه درېدلي وو چې د امنيتي ځواکونو له لوري پرې بريد وشو.

نوموړی وايي: (( يو ټانک راغی او پر جومات يې ډزې پيل کړې، د جومات ټولې ښيښې ماتې شوې او په ديوالونو يې مرمۍ ولګېدې.))

دی وايي چې په دغه پېښه کې درې ماشومان، د جومات ملا امام او دوه نور لمونځ کوونکي ټپيان شول.

خو د تخار امنيه قوماندان وايي چې په دې اړه د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.

دغه راز د يوبل خبر له مخې، د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې په څرخ ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه وايي: (( دغه دوه کسان په مازدا موټر کې ناست وو، بازار ته يې سودا وړله چې د ګرم ابې په سيمه کې پرې د ماين چاودنه وشوه او دواړه ځاى پر ځاى وژل شوي دي.))

صالح وايي چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى و.

خو وسله والو طالبانو د يادو دواړو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه