غزني ښار(پژواک،١١لړم٩٥):د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي وايي چې ډير ژر به د البيروني کتابتون بېرته فعاله کړي.
د ١٣٩٣ کال د وږي په مياشت کې وسله والو طالبانو د غزني د ملي امنيت پر رياست د موټر بم چاودنه او ډله ييز بريد وکړ چې په دې بريد کې د يو شمېر نورو دولتي ودانيو ترڅنګ د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د البيروني کتابتون هم ړنګ شول.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس بشير محمدي د لړم په ١١مه پژواک ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د البيروني کتابتون لپاره نوې ودانۍ د جوړېدو په درشل کې ده.
هغه وايي چې د دې ودانۍ نږدې اتيا سلنه چارې بشپړې شوې دي او نورې چارې به يې ډير ژر سرته ورسيږي.
ده وويل چې دوه کاله وړاندې د طالبانو د بريد پرمهال د کتابتون ډير کتابونه يا سوځېدلي او يا هم پاڼې پاڼې شوي دي.
د هغه په وينا، چې يو شمېر کتابونه يې بېرته را ټول کړي او ځينې نور يې د صحافت په موخه کابل ښار ته استولي دي.
د محمدي د معلوماتو له مخې، په البيروني کتابتون کې داسې کتابونه هم و چې نږدې دوه زره کاله قدامت يې درلود.
هغه زياته کړه: (( موږ له وزارت سره هم خبرې کړې دي ترڅو د کتابتون د بېرته فعالولو په موخه موږ ته ځينې نور تاريخي کتابونه راکړي.))
ده وويل چې له يو شمېر سفارتونو سره يې هم د کتابونو په اړه خبرې کړي او هغوى ورسره د تاريخي کتابونو د ورکړې په برخه کې ژمنې کړې دي.
محمدي هيله وښوده چې د کتابتون په بېرته فعاليدو سره به يو ځل بيا د غزني ځوانانو ته د مطالعې زمينه برابره شي.
دغه راز په غزني کې شاعر او ليکوال اسدالله جلالزي د ياد کتابتون په بېرته فعاليدو خوښي وښوده او ويې ويل چې اړوند چارواکي بايد هڅې وکړي ترڅو د دې کتابتون خپل اصلي کتابونه بېرته ټول کړي.
جلالزي زياته کړه: (( زما د معلوماتو له مخې په دې کتابتون کې درې سوه هغه کتابونه وو چې په لاس ليکل شوي چې ځينې يې بيا په بريد کې خراب شول خو اوس خداى وکړي چې دوى دغه کتابونه بېرته د پخوا په څېر جوړ کړي.))
هغه ټينګار وکړ چې د البيروني کتابتون د کتابونو صحافت بايد په غزني ښار کې شوى واى ځکه کيداى شي په کابل کې دغه چاره په سمه توګه ترسره نه شي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني والي عبدالکريم متين پژواک ته وويل چې د البيروني کتابتون به دا ځل د کتابونو له پلوه ډير غني وي.
هغه وويل، داسې کتابتون به جوړ کړي چې د غزني د ځوانانو د مطالعې ټولې ستونزې په کې هوارې شي.
د يادونې ده چې په غزني کې د البيروني کتابتون ترڅنګ د پوهنې رياست هم يو کتابتون لري چې کله نا کله خلک د مطالعې لپاره ورځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










