منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شربت ګله به ډير ژر بيرته هيواد ته ستنه شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۶۷ کتنې

کابل(پژواک،١٤لړم٩٥): په پاکستان کې د افغانستان سفير وايي چې د پاکستاني پوليسو له لوري نيول شوې افغان ميرمنه له خواشینوونکي حالات څخه راخلاصه او د ژمنې سره سم به راتلونکې اونۍ بیرته هیواد ته ستنه شی.

پاکستاني پوليسو څو ورځې وړاندې د شربت ګلې په نوم يوه افغان ميرمنه د جعلي اسنادو د جوړلو په تور نيولې ده.

دا مېرمنه چې شربت ګله نومېږي، په ۱۹۸۴ زېږديز کال کې د پېښور په ناصرباغ مېشت غالي کې د  یوه امريکايي فوټو ژورنالېست سټيو مک له خوا يې عکس اخيستل شوى و او دا عکس بيا د امريکا په مشهورې نېشنل جيوګرافيک مجلې په سرليک کې خپور شوى و.

شربت ګله چې شنې سترګې لري يو عکس يې په نړيواله کچه شهرت هم لري.

د يادې ميرمنې په اړه په پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال د لړم په ١٤په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي دي چې د افغانستان زړه راکښونکې معصومه څیره شربت ګله له خواشینوونکې وضعیت راخلاصه او د وعدې مطابق به راتلونکې دوشنبه هیواد ته بیرته ستنه شي.

هغه زياته کړې چې کابل ته د رسیدو سره سم به یې ولسمشر هرکلی وکړي او شخصي میلمنه به یې وي او هیواد کې د بیرته ځای پر ځای کیدو کې به ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

 مېرمن شربت ګله د  ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ د تورې بوړې سيمې اوسېدونکې ده، هغې څو کاله مخکې بېرته خپل هېواد ته ستنه شوې وه، خو دا نه ده معلومه چې اوس بيا ولې په پېښور کې اوسېده.

د هغې عکس چې د ۱۹۸٤زېږديز کال په جون مياشت کې د امريکا په نېشنل جيوګرافيک مجله کې د «افغانې نجلۍ» تر نامه لاندې چاپ او وروسته بیا دغه عکس خورا مشهور شو.

شربت ګله تر ۲۰۰۲ زېږدیز کال پورې د «افغانې نجلۍ» په نامه يادېده چې په همدې کال يې خپل نوم يانې شربت ګله په ډاګه شو.

دغه عکس په داسې حال کې اخيستل شوی چې شربت ګلې سور سالو پر سر کړی او اوبو ته ورته شنې سترګې يې کمرې ته مخامخ نيولې دي چې په ۱۹۸۰ يمه لسيزه کې د افغان جګړې او په ټوله نړۍ کې د کډوالو د حالت انځورګري کوي.

شربت ګلې د پخواني شوروي اتحاد له لوري په بمباريو کې مور او پلار له لاسه ورکړي او په ۱۹۸۴ کال کې د خپل ورور، درېیو خويندو او نيا سره د پېښور ناصر باغ د کډوالو کمپ ته کډوال شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې