منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۳ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ختيځو ولايتونو د ښځو چارو رياستونو د همغږۍ مرکز جوړ کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۴ ليندۍ ۹۵): د ختیځ څلورو ولایتونو د ښځو چارو ریاستونو له لوري د لومړي ځل لپاره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت  په موخه د ګډ کار کولو لپاره د همغږۍ مرکز جوړ شو.

د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو د ښځو چارو ريیسانې که څه هم په یو شمېر سیمو کې د ښځو اوسنی حالت د اندېښنې وړ بولي؛ خو هیله مندي ښيۍ چې د دغه مرکز له جوړېدو سره به د ښځو په ژوند کې ښه والی راشي.

دوی پرون (د ليندۍ ۳مه) په جلال اباد ښار کې سره راټولې شوې وې او په همدې موخه يې مطبوعاتي غونډه جوړه کړې وه.

دوی دغه راز وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې په ختيځو ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه راټيټه شوې او په وضعيت کې يې د پام وړ ښه والی رامنځته شوی .

د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني وويل چې د لومړي ځل لپاره په ننګرهار کې د ختيځو ولايتونو د ښځو چارو رييسانو او نړيوالو مرستندويه ادارو تر منځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

نوموړې زياته کړه، ياده غونډه به په درېيو مياشتو کې يو ځل ترسره کېږي او پر مټ به يې د ښځو پر وړاندې ګڼې ستونزې حل شي .

عمراني دا هم وويل، په دغه ولايت کې ښځې پوهنې، روغتيا او نورو خدماتو ته لاسرسی لري او پر وړاندې ستونزې کمې شوې دي.

د نورستان د ښځو چارو ريیسې زاهدې فيضان وويل چې د تېر په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د شاقه کارونو کچه ټېټه شوې ده.

خو هغې وويل چې حکومت له نورستان سره  د مور او ميرې چلند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي ١٦ ورځنى کمپاين په ټول هېواد کې پيل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې