منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په افغانستان کې د فولکلور پېژندنې اړتيا” علمي – څېړنيز سيمينار ترسره شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٥): "په افغانستان کې د فولکلور پېژندنې اړتيا" په نوم علمي – څېړنيز سيمينار د علومو اکاډمي له خوا جوړ شو.

د علومو اکاډمي رييسې څېړنپوهه ثريا پوپل په دې علمي ناسته کې وويل، لکه څنګه چې په نورو هېوادونو کې د فولکلوري څېړنو او د فولکلوري موادو د راټولولو او خپرولو مرکزونه شته، په افغانستان کې هم د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز په چوکاټ کې په دې اړه علمي څېړنې کېږي، خو دا بسنه نه کوي او بايد لا نور کار ورته وشي.

هغې زياته کړه، د اکاډمۍ مشرتابه د فولکلور او فولکلوري ارشيف څانګه رامنځته کړې او څېړونکي په کې د فولکلوري موادو راټولولو ته ګومارل شوي دي.

د ويلو ده، چې "فولکلور" د ولسي يا شفاهي ادبياتو لپاره، هغه اصطلاح ده چې د انګرېز ويليام ټامز له خوا کارول شوې او له دوو کلمو (فولک يعني ولس) او (لور يعني پوهه) څخه جوړه شوې ده.

په سيمينار کې د ولسمشر پيغام د هغه د ټولنيزو او فرهنګي چارو سلاکار لعل پاچا ازمون له خوا ولوستل شو، چې په يوه برخه کې يې راغلي: "که څه هم په تېرو څو لسيزو کې د افغانستان علومو اکاډمي، ځينو نورو مرکزونو او يو شمېر فرهنګي شخصيتونو د هېواد د فولکلور د راټولولو او معرفي کولو  په برخه کې د قدر وړ کارونه کړي دي ، خو بيا هم زموږ د ولسي ادب او ولسي پوهې يوه لويه برخه لا تر اوسه پورې راټوله شوې او معرفي شوې نه ده."

ده زياته کړې، څېړونکي بايد دې ته وګومارل شي، چې دغه درنه برخه د خلکو له حافظو ليک ته راوباسي. فولکلور د يوه ملت هغه بډايه او ارزښمنه پانګه ده، چې له ژوند سره اړيکه لري، انسان د ژوند په تجربو کې ورګډوي او له تېر سره يې داسې اړيکه ساتي، چې د نوي ژوند لار ومومي او له تېرو خوند او رنګ واخلي.

په دې ناسته کې د علومو اکاډمي سلاکار اکاډميسين سليمان لايق له دولتي پوهنتونونو په ځانګړي ډول له کابل پوهنتون څخه وغوښتل چې محصلين وهڅوي، ترڅو د خپلو سيمو فولکلوري مواد راټول کړي.

نوموړي دغه راز له حکومتي مسوولينو هم غوښتنه وکړه، چې د فولکلوري موادو د راټولولو لپاره دې د بوديجه په پام کې ونيسي او د اکاډمي په واک کې دې ورکړي.

ياد شوى سيمينار چې د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو او د پښتو څېړنو نړيوال مرکزونو له خوا ترسره شو، په کې لسګونو پوهانو، څېړونکو او فرهنګي شخصيتونو برخه اخيستې وه.

په دې سيمينار کې د ځينو علمي او فرهنګي بنسټونو له پيغامونو لوستلو وروسته، د فولکلور (ولسي ادب) په اړه پوهانو او استادانو مقالې ولوستې او بيا ورباندې بحث وشو.

د سيمينار په پاى کې پرېکړه ليک صادر شو چې په کې غوښتنه وشوه، چې د افغانستان د علومو اکاډمي د فولکلور ارشيف دې بډاى شي او هم دې د هېواد له مختلفو سيمو څخه له نړيوالو منل شويو معيارونو سره برابر د فولکلوري موادو راټولول بيا پيل شي او په دې اړه دې ځانګړې پاملرنه وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور