منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پکتيا کې د پوهنې بهير په ملاتړ غونډه جوړه شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۷ کتنې

ګردېز (پژواک، ١٣ ليندۍ ٩٥): په پکتيا ولايت کې د پوهنې له بهير سره د خلکو د مرستې او همکاريو د راجلبولو په موخه غونډه وشوه.

دغه غونډه د پوهنې د پياوړتيا د موسسې (اکويپ) په همکارۍ جوړه شوې وه چې په کې ملي سوداګرو، وکيلانو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او د پکتيا عامو اوسيدونکو برخه اخيستې وه.

د ښوونې او روزنې وزارت اړونده د اکويپ د ادارې استازي عبدالمعيد هاشمي وويل ، پکتيا ولايت د هيواد د يو شمېر نورو ولايتونو په شان د پوهنې په برخه کې زياتې شتونزې لري چې له هغې ډلې څخه يې د ښځينه وو زدکړې دي چې په کمه کچه له دوولسمو ټولګيو څخه فارغيږي .

هغه زياته کړه، دغه ولايت کې د  هرو ۲۵۰ نجونو پر سر يوه ښوونکې لري، په دينې زدکړو کې ۲ سلنه  نجونې دي او همدا ډول يې په دوولسم پاسانو کې ۲ فيصده فارغيږي .

ده وويل ، له دې غونډې څخه  يې موخه داده  چې د پوهنې د بهير په پياوړتيا کې د خلکو ونډه زياته کړي او په  دې اهميت يې پوه کړي چې د پوهنې بهير يوازې په دولت پورې نه، بلکې په پښو درول يې په خلکو پورې هم اړه لري.

هاشمي وويل،  د پکتيا خلکو پخوا هم د پوهنې بهير له بېلابېلو برخو سره ډيرې مرستې کړې او  دى ډاډه دى چې له دې وروسته به دغه بهير ددوی په مرسته لا ګړندی شي .

د پکتيا د پوهنې رييس لقمان حکيم وايي، د پوهنې د برخې ساحه ډېره پراخه ده او کال په کال د زده کونکو ډيروالی، دنويو ښوونځيو ايجاد هغه څه دي چې په يوازې سر دولت نه شي کولی دغه اړتياوې پوره کړي نو لازمه ده چې خلک هم ورسره همکاري وکړي.

د هغه په وينا، په پکتيا کې دا مهال له درې نيم سوه زيات ښوونځي او تعليمي  ادارې  دي چې ۷۰ سلنه يې و دانۍ نه  لري او کال په کال لاهم  زياتوالی په کې  راځي .

لقمان حکيم وويل د دې  ولايت  خلکو پخوا هم  ښوونځيو ته  د ځمکې ورکولو تر څنګ نغدې  پيسې، وسايل  او حتی په خپله دې ته حاضر شوي چې په خپلو پيسو د ښوونځي خونې هم جوړې کړي .

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل ، د پوهنې برخه هغه څه دي ، چې هر يو کور ورسره په مستقيمه توګه اړيکه لري او لازمه ده چې هره کورنۍ له دې برخې سره هر ډول مرسته وکړي .

د نوموړي په وينا، که هر څومره بهرنۍ مرستې هم راشي تر څو چې د ولس همکاري موجوده نه وي بيا به هم  په دې برخې کې ستونزې موجودې وي .

هغه زياته کړه، د پکتيا خلک دې ته حاضره دي چې د پوهنې له بهير سره مرستې وکړي، خو دوی  همغږي کولو ته  اړتيا لري او دا مرستې بايد په  منظمه توګه ولګول شي .

د پکتيا اوسيدونکي وايي چې که په منظم ډول له پوهنې سره د مرستو را ټولو کمپاين پيل شي نو هيڅوک به  بې له مرستې ورکولو پاتې نه شي.

قومي مشر حاجي  اميرجان وايي : (( زموږ خلک اوس په دې پوهيدلي چې تعليم  ددوی په ژوند کې څومره اهميت لري او څنګه کولی شو دغه برخه قوي  کړو.))

ده  وويل چې پکتيا  د نورو ولايتونو په پرتله ډېر   سوداګر لري  او  دوى ډاډه دي چې مرستې به وکړي.

د يا غونډې په پای کې يو شمير سوداګرو ، قومي مشرانو  او وکيلانو د پوهنې له بهير سره  دځمکو،نغدو پيسو او بېلابېلو وسايلو د مرستې ژمنه وکړه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه