منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۳ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مدني فعالانې: په خوست کې ښځو ته پاملرنه کمه شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۳ کتنې

خوست (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۹۵): د ښځو د حقونو مبارزينې او مدني فعالانې وايي چې د ملاتړ کوونکو ادارو د کمې پاملرنې په پايله کې په خوست ولايت کې په فرهنګي فعاليتونو کې د ښځو ونډه مخ پر کمېدو ده.

په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د سيمه دفتر د ښځو د څانګې مشره زرمينه شمس وايي چې افغان دولت او ځينې بسپنه ورکوونکې ادارې د ښځو پرمختګ ته د پخوا په څېر پاملرنه نه لري.

هغې له پژواک اژانس سره په خبرو کې په ياده برخه کې د خوست د ښځو چارو د رياست پر مسوولينو کلکه نيوکه وکړه چې ګني د بې کفايتۍ له امله نه شي کولای په فرهنګي فعاليتونو کې ښځې ونډې اخيستنې ته وهڅوي.

شمس زياته کړه: ((موږ ګورو چې د خوست د ښځو چارو د رياست له لوري لکه د پخوا په پرتله چې غونډې به يې لرلې، اوس کمرنګه دي؛ ځکه رياست دا وړتيا نه لري چې ښځې را وغواړي، پروګرامونه ورته جوړ کړي او ويې هڅوي.))

پر خوست سربېره د هېواد په ځينو نورو ولايتونو کې هم د ښځو فرهنګي وضعيت په داسې حال کې تر پخوا کمزوری برېښي چې د افغانستان د ملي ستراتيژۍ له مخې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډې ته پاملرنه زياته شوې ده.

په خوست کې د ښځو د ملي ارمان ټولنې مشره زينب افغان بيا وايي چې د نورو لاملونو سربېره ځينې کلتوري محدوديتونه په جوړېدونکو غونډو او نورو فرهنګي پروګرامونو کې د ښځو د ونډې مخه ډب کړې ده.

دغه راز د زينب افغان په وينا، د يو شمېر خلکو له لوري له بېلابېلو لارو د نجونو ځورونه هم د دې لامل شوې چې په پايله کې يې کورنۍ د ښځو پر وړاندې د فرهنګي، مدني او ټولنيزو فعاليتونو خنډ جوړېږي.

زينب افغان پژواک اژانس ته وويل: ((له وروڼو څخه دا هيله کوو چې موږ ته ستونزې مه جوړوئ، له موږ سره مرسته وکړئ چې په پروګرامونو کې ګډون وکړو او د افغان مېرمنو ستونزې تر مسوولينو ورسوو)).

په دې لړ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د ملاتړ څانګې مسووله زرمينه شمس اندېښنه څرګندوي چې که دې برخې ته له سره پاملرنه ونه شي، راغلې لاسته راوړنې له رکود سره مخ کېدای شي.

زرمينې پژواک ته وويل: ((د ښځو د ظرفيت لوړونې لپاره همدا غونډې بهترينه لار ده چې خپل حقونه وپېژني او په ازاد ډول او په پوره جرئت سره خپل حقوق له دولت او نوروو ادارو وغواړي.))

پژواک خبري اژانس وغوښتل چې د خوست د ښځو چارو رياست د مسوولينو نظر هم واخلي، خو له هڅو سره سره يې کوم غبرګون ترلاسه نه شو کړای.

په ورته وخت کې د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، ولايتي اداره پوره هڅه کوي چې د فرهنګي فعاليتونو سربېره د ښځو لپاره د هر اړخيز پرمختګ اسانتياوې رامنځته کړي.

نوموړي زياته کړه، د دې لپاره چې د ښځو د پرمختګ په مخ کې شته کلتوري خنډونه له منځه يوسي، د عامه پوهاوي پروګرامونو کې د ټولنې د بانفوذه مشرانو له همکارۍ څخه برخمن دي.

ځدراڼ پژواک ته وويل: ((موږ هڅه کوو چې د پوهنې، حج او اوقافو رياستونو، د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر، ديني عالمانو، قومي مشرانو او د سيمه ييزو رسنيو له لارې د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر کړو، څو د ښځو په ژوند کې نور بهبود رامنځته شي)).

د يادونې ده چې د خوست په مرکز او ځينو ولسواليو کې د ښځو ۱۵ بېلابېلې فرهنګي او مدني ټولنې ثبت شوې، خو پرته له کوم فعاليت څخه يواځې تش په نوم ټولنې پاتې شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې