جلال اباد (پژواک، ۲۴ ليندۍ ۹۵): د ننګرهار ولايت د ښځو چارو رياست چارواکي وايي چې د ښځينه وکيلانو په همکارۍ به د ښځو د ستونزو د حل لپاره کار کېږي او ورسره به د ځواب ورکونې اصل هم پياوړی کوي.
دغه رياست د ليندۍ په ۲۴مه د افغانستان د ټاکنو د رونټيا د څار بنسټ او برېتانيا سفارت په همکارۍ (د ښځينه وکيلانو او موکلينو تر منځ د اړيکو ټينګولو له لارې په سيمه ييزه کچه د ښځو د ونډې پياوړتيا) پروګرام پرانيست چې د ښځو د ستونزو د حل لپاره به کار کوي.
د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني د يادې غونډې په څنډه کې پژواک اژانس ته وويل چې دا پروګرام د درېيو موخو لپاره جوړ شوی چې په ټوله کې يې موخه د ښځو د ستونزو حل دی.
د ښځو د ستونزو پلټل، د ښځو د ونډې پياوړتيا او حساب ورکونې د اصل پياوړتيا هغه درې موارد دي چې د ښځو چارو رييسه يې د دغه پروګرام اصلي اهداف يادوي.
په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې صايمې خوږياڼۍ چې په دغه غونډه کې يې برخه اخيستې وه پژواک اژانس ته وويل چې ښځې په دغه ولايت کې په ډېرو سختو شرايطو کې زده کړې کوي؛ خو تر فراغت وروسته ورته د دندې زمينه نه برابرېږي.
مېرمن خوږياڼۍ وايي، په نننۍ غونډه کې ورسره موکلينو يې خپلې ډېرې ستونزې او غوښتنې شريکې کړې چې دا به يې د حل لپاره تر خپله وسه کار کوي او هم به د ولسي جرګې له نورو غړو په دغه برخه کې د مرستې غوښتنه کوي.
د افغانستان د ټاکنو د روڼتيا د څار بنسټ د پروګرامونو مسوول حبيب الله شينواري پژواک ته وويل چې دا پرواګرام به په ۱۵ ولايتونو کې پلی کېږي او په ټولو ولايتونو کې به د هغه ولايت ښځينه وکيلانې د ښځو د ستونزو د حل لپاره همکارۍ ته هڅول کېږي.
دی وايي، په دغو وکيلانو کې يو شمېر داسې يې هم شته، چې دوی سره يې ولايتونو ته د تګ خبره نه منله؛ ځکه په وينا يې هغوی ويل، چې خپلو خلکو ته يې کار نه دی کړی.
خو شينواری وايي چې دوی يادې وکيلانې د بېلابېلو لارو مجبورې کړې چې د دوی په پروګرامونو کې برخه واخلي او د خلکو ستونزې واوري.
د غونډې يوې ګډونوالې شهلا پژواک ته وويل چې دا ډول غونډې کولی شي چې د ښځو ستونزې حل کړي؛ خو چې وکيلانې رښتيا د ښځو ستونزې واوري او اړوندو ادارو ته يې ورسوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










