هرات ښار(پژواک، ٢١ مرغومى ٩٥): د افغانستان پوهنتونونه د علمي اثارو د نه توليد او څېړنيزو مرکزونو د بندوالي په سبب نه دي توانېدلي چې د نړۍ د زر غوره پوهنتونونو په فهرست کې راشي، خو د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د افغانستان لپاره د دا ډول نړيوالو معيارونو پوره کول وخت غواړي.
په دې وروستيو کې د انګستان ټايمز ورځپاڼې د نړۍ د زر غوره پوهنتونونو ليکلړ خپور کړى چې د افغانستان کوم پوهنتون په کې نشته.
دغه څېړنه له ٢٠١٧ کال نه تر ٢٠١٧ کال پورې د ټايمز موسسې له لوري د څو بنسټونو په مرسته د ١٢زره ټوکه څېړنيزو کتابونو له مطالعې وروسته تر سره شوې ده.
د هرات پوهنتون يو شمېر استادان د ماسټري او دوکتورا په دوره کې د متخصصو زده کوونکو نشتوالى، د عملي او څېړنيزو اثارو نه ليکل او د هېواد په پوهنتونونو کې د څېړنيزو مرکزونو بندښت، په ياد شوي ليکلړ کې د افغانستان د نه شاملېدو لامل بولي.
دغه استادان وايي چې په ياد شوي لړليک کې د نورو هېوادونو ترڅنګ د ايران اووه پوهنتونونه، د هندوستان ١٦ پوهنتونونه او د پاکستان يو پوهنتون شامل شوي دي، خو له افغانستان نه په کې يو پوهنتون هم نه دى راغلى.
په دې درجه بندي کې د امريکا د هاروارډ پوهنتون د سلو نومرو په اخيستلو سره لومړى مقام، د امريکا د اکسفورډ پوهنتون د ٩٨ نومرو په اخيستلو سره په دويم مقام، د امريکا د ټکنالوجي ماساچوسيټ پوهنتون د ٩٧ نومرو په اخيستلو سره درېيم مقام او د انګلستان د کامبريج پوهنتون د ٩٦نومرو په اخيستلو سره څلورم مقام ګټلى دى.
د هرات پوهنتون استاد دکتور احمد غني خسروي د استادانو د علمي کچې ټيټ والى، پر انګليسي ژبه نه پوهېدل، د علمي اثارو نه ليکل او په پوهنتونونو کې د څېړنيزو مرکزونو غير فعال والى هغه لاملونه بولي چې ياد شوي لړليک ته يې د افغانستان د ورتګ مخنيوى کړى.
خسروي وويل چې د ملي يووالي حکومت مشران او د لوړو زده کړو وزارت چارواکي بايد په دې ليکلړ کې د هېواد د پوهنتونونو د شموليت لپاره ډېرې هڅې وکړي.
هغه زياته کړه:((د نړۍ د زرو غوره پوهنتونونو په لړليک کې د څېړونکو اصلي تمرکز پرعلمي رتبه، د تدريس کيفيت، د استادانو او کارکوونکو د تحصيل په درجه، په پوهنځيو کې د تدريس پر کيفيت، د څېړنيزو کتابونو په خپرېدو او يادو پوهنتونونو پر اغېزمنتيا شوى دى.))
په ورته وخت کې د هرات د عامه پوهاوي د څانګې مشر بصيراحمد دانشيار پژواک ته وويل چې د افغانستان پوهنتونونه د نړۍ د پوهنتونونو په کچه اوږد عمر نه لري او له بلې خوا په دې پوهنتونونو کې د څېړنې وسايل هم نشته.
د هرات پوهنتون يو شمېر محصلينو هم د نړۍ د زر غوره پوهنتونونو په ليکلړ کې د افغانستان د کوم پوهنتون نه راتلو په اړه وويل چې لامل يې د لوړو زده کړو سيستم کې کمزوري او دې برخې ته د حکومت پاملرنه نه کول دي.
دوى د لوړو زده کړو وزارت نه غواړي چې د هېواد پوهنتونونو کې د علم د څېړنې او توليد لپاره زمينه برابره کړي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين په داسې حال کې چې د نړۍ زرو غوره پوهنتونونو ليکلړ ته يې د افغانستان د پوهنتونونو د لار نه موندلو په اړه د هرات پوهنتون د استادانو د اندېښنې پخلى وکړ، خو په ورته وخت کې يې وويل چې دا ډول نړيوالو معيارونو ته رسېدل وخت ته اړتيا لري، ځکه چې په افغانستان کې د وروستيو څلورو لسيزو جګړو تحصيلي بنسټونه خراب کړي دي.
هغه وويل چې له شک پرته د هېواد په پوهنتونونو کې د علمي څېړنو په برخه کې بنسټيز پروګرامونه نه دي تر سره شوي، خو دا ډول سياليو ته لار موندل او د اعتبار د ورته معيارونو پوره کول، غورو امکاناتو او ډېر وخت ته اړتيا لري.
هغه ليکلړ چې د ١٢ زره څېړونو له لوري د څه باندې ١٢ زره ټوکو کتابونو په مطالعې سره چمتو شوى، له امريکا نه ٢٢٥پوهنتونونه ، له چين نه ٩٠، له جاپان نه ٧٥، له انګلستان نه ٦٥، له المان نه ٥٨ او پاتې پوهنتونونه له نورو هېوادونو په کې شامل دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










