کابل (پژواک،٢٥مرغومى ٩٥): د لوړوزده کړو وزارت وايي، روان مالي کال کې دا وزارت توانېدلى څو خپله بوديجه ٧٣ سلنه مصرف کړي او راتلونکې کال کې، سلګونه محصلين د لوړو زده کړو د دوام لپاره سعودي عربستان او ايران ته واستوي.
د لوړو زده کړو سلب صلاحيت شوې وزيرې فريدې مومند چې نن يې خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل چې دا وزارت توانېدلى چې د ١٣٩٤مالي کال ٧٢سلنه بوديجه او د ١٣٩٥ کال ٧٣ سلنه بوديجه په رڼه، معقوله او له سړغړونې پرته ولګوي.
هغې زياته کړه، دا بوديجه د ټولګيو، لابراتوارونو، کتابتونونو په جوړولو په ټول افغانستان کې مصرف شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ولسې جرګې د ١٣٩٤کال پراختيايي بوديجې له ٧٠ سلنې څخه د کم مصرف په تړاو شاوخوا دوه مياشتې وړاندې ١٦ وزيران استيضاح کړل چې د لوړو زده کړو وزيرې په ګډون ٧ وزيران سلب صلاحيت شول.
خو حکومت ويلي، د اساسي قانون د ٩٢مې مادې له مخې، د وزيرانو سلب صلاحيت د توجيه وړ نه دى، نو ځکه دا قضيه د سپيناوي لپاره سترې محکمې ته استول شوې ده چې په دې اړه د سترې محکمې پرېکړه معلومه نه ده.
همداراز د لوړوزده کړو سرپرست وزيرې نننۍ خبري ناسته کې وويل چې د لوړو زده کړو بورسيو ستونزه، د ياد وزارت مشرتابه د هڅو او د افغانستان او ايران لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ له ګټورو خبرو څخه وروسته هواره شوه.
هغې وويل: "د افغانستان او ايران لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ چې ١٣٩٠ کال کې کوم هوکړه ليک لاسليک شوى و او تراوسه د اجرا وړ نه و، ايران ته د ياد وزارت مشرتابه له سفر څخه وروسته، د دې سند اجرا په اړه موافقه وشوه."
نوموړې زياته کړه، د دې هوکړه ليک له مخې، ايران به د افغانستان تحصيلي سکتورونو ته ٥٠٠ بورسيې ورکوي چې دا يوه ستره لاس ته راوړنه ده.
د هغې په وينا، د لوړو زده کړو وزارت په دې وروستيو کې، له سعودي عربستان سره هوکړه ليک لاسليک کړ چې له مخې يې سعودي توافق کړى چې هر کال افغانستان ته ٤٠٠ تحصيلي بورسونه په واک کې ورکړي چې تراوسه په بېلابېلو تحصيلي برخو کې د ١١١ بورسيو کارونه نهايي شوي دي. همداراز د ياد وزارت د وروستۍ پرېکړې له مخې، له دې وروسته به د هېواد خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو کې د افغان استادانو ګومارنې ته لومړيتوب ورکول کېږي.
د لوړو زده کړې سرپرست وزيرې وويل، د وزارت دا پرېکړه د کار موندنې او افغان کدرونو وړتيا لوړولو لپاره شوې ده.
مومند وويل: "د هېواد زياتو خصوصي پوهنتونونو کې ډېرى د بهرنيو هېوادونو وګړي د استاد په توګه په دنده ګومارل شوي دي، افغان حکومت ته د هغوى تحصيلي درجه جوته نه ده؛ اوسمهال د دې لپاره چې د هېواد خصوصي لوړو زده کړو نظام کې د بهرنيو وګړو له نفوذ څخه چې د هغوى کدري درجه هم څرګنده نه ده، مخنيوى شوى وي؛ دا پرېکړه يې کړې ده."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










