منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ختيځ کې يوازېنۍ څارنواله : ګواښونه ډېر دي خو زه مبارزه کوم

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

 جلال اباد (پژواک،١٠ کب ٩٥): په ننګرهار کې يوازېنۍ ښځينه څارنواله وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت نشتوالي او معاشونو کموالي له امله ښځينه قاضيانې او څارنوالانې په قضاء او څارنوالۍ کې دندو ته زړه نه ښه کوي.

ننګرهار په ختيځ زون کې يوازېنی ولايت دی چې يوازې یوه ښځينه څارنواله لري؛ خو د دغه زون په نورو ټولو عدلي او قضايي ارګانونو کې ښځينه قاضيانې او څارنوالانې نشته.

شکېبا دانش چې د څارنوالۍ په برخه کې يې تر ليسانس درجې زده کړې کړې، تازه يې د ننګرهار په استيناف څارنوالۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په څانګه کې د څارنوالې په توګه رسمي دنده پيل کړې ده.

دا وايي، زده کړو ته خپل پلار او دندې ته د ژوند ملګري تشويق کړې؛ خو د امنيت خرابوالی ورته ګواښوونکی دی؛ ځکه خو له کوره د راوتلو او دفتر ته د راتګ پر مهال اندېښمنه وي.

نوموړې زياته کړه: ((دلته وظيفه کول زما لپاره يو ګواښ دی؛ ځکه دلته يوازېنۍ ښځينه څارنواله زه يم، ګواښونه ډېر دي؛ خو زه مبارزه کوم او تر وروستۍ سلګۍ به د خپلو خويندو خدمت کوم.))

مېرمن دانش وويل چې د امنيت خرابوالی، د معاشاتو کموالی او د ښځينه وو په بستونو کې د نارينه څارنوالانو کار کول، هغه څه دي چې نورې ښځينه څارنوالانې څارنوالۍ ته لار نه شي پيدا کولی.

د نوموړې په وينا، همدا اوس هم د ننګرهار استيناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د برخې امر نارينه دی.

دې زياته کړه: ((زما غوښتنه دا ده چې لږ تر لږه د ښځو خپله څانګه خو د ښځو په واک کې ورکړل شي.))

د شکېبا په وينا، لومړی يې دنده خدمتي پيل کړه خو کله چې لويې څارنوالۍ اړتيا وليده؛ نو يې رسمي کړې او اوس په ټول ختيځ زون کې د عدلي او قضايي ارګانونو لومړۍ ښځينه کارمنده ده.

په ننګرهار کې يوازېنۍ ښځينه څارنواله وايي، په داخل د کار ځای کې کومه خاصه او له نارينه کار کوونکو سره هېڅ ستونزې نه لري؛ خو هغه مهال چې ورسره ښځينه څارنوالانې ډېرې شي؛ نو په ډاډه زړه به کار کوي.

مېرمن شکېبا له لويې څارنوالۍ او له نړيوالو مرستندويه حقوقي بنسټونو غوښتنه کوي چې د ښځينه قاضيانو او څارنوالانو د ګومارنې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي چې د ښځو ستونزې د ښځو له خوا حل شي.

د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د برخې امر څارنيار عبدالوحيد حکيمي له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې د شکېبا په راتګ سره د ښځو اړوند قضيو د څېړنې چارې اسانې شوې؛ خو لا هم اړتيا شته چې نورې څارنوالانې پر دندو وګومارل شي.

دی وايي: ((پخوا مو د ښځينه مدافع وکيلانو په مرسته له ښځينه تورنو او متضررينو دوسيې بررسي کولې؛ خو اوس چې شکېبا د څارنوالې په توګه پيژندل شوې؛ نو دغه مشکل ورسره حل شوی دی.))

د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ رييس خالد اوريا وايي، پخوا د ښځينه څارنوالانو ستونزه ډېره وه؛ خو په دې وروستيو کې يوه ښځينه څارنواله مقرره شوې او لا هم د دې تشې ډکولو هڅې روانې دي.

دی وايي چې د لويې څارنوالۍ په سپارښتنه يې د ښځينه څارنوالانو د مسلکي روزنې پروګرام چمتو کړی چې را روان کال به شاوخوا څلوېښت هغه نجونې چې له حقوقو پوهنځي فارغې وي، دوی ورته شپږ مياشتنۍ عملي روزنه ورکوي.

هغه زياتوي: ((دوی ته به په دغو مياشتو کې معاش هم ورکول کېږي او هم به هڅه کېږي چې له روزنې وروسته ورته د کار زمينه هم برابره شي.))

د ننګرهار استيناف څارنوالي يوازېنى ارګان نه دی چې يوازېنۍ ښځينه کارمنده لري، بلکې له دې سره جوخت د ننګرهار استيناف محکمه او د ننګرهار ټول قضايي ارګانونه هم نه ښځينه قاضي او نه هم په مديريتي برخه کې ښځينه کارمندان لري.

د ننګرهار د استيناف محکمې رييس قضاوتمند عبدالولي قاضي زاده پژواک اژانس ته وويل چې تر اوسه هېڅ ښځينه قاضي وجود نه لري؛ خو مدافع وکيلانې موجودې دي.

هغه وويل، دوی هڅه وکړه چې د جندر د مراعات په خاطر په اداري برخه کې ښځينه کارمندانې وګوماري؛ خو ځکه بريالي نه شول چې تر اوسه ورته چا زړه نه دی ښه کړی.

قاضي زاده زياته کړه: ((امنيت به هم يو څه رول ولري؛ خو مشکل د معاشاتو او ستاژ دی؛ ځکه معاشونه کم دي، اداري برخې ته ښځې زړه نه ښه کوي او د قضاء لپاره بايد په کابل کې دوه کلن ستاژ وکړي چې ډېرې ښځې هغې ته هم زړه نه ښه کوي.))

که څه هم په تېرو شاوخوا پنځلسو کلونو کې په ټول افغانستان او په ځانګړي توګه په ننګرهار کې د ښځو د حقونو په خاطر په ميليونونو ډالر مصرف شول؛ خو په عدلي او قضايي ارګانونو کې د ښځينه قاضيانو او څارنوالانو نشتوالی هغه څه دي چې د دومره ډېرو بېځایه لګښتونو ښکارندويي کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې