ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زرګونو ځوانانو ته په نيمه او لوړو زده کړو بنسټونو کې د زده کړو زمينه برابريږي

زرګونو ځوانانو ته په نيمه او لوړو زده کړو بنسټونو کې د زده کړو زمينه برابريږي

author avatar
2 Mar 2017 - 18:59
زرګونو ځوانانو ته په نيمه او لوړو زده کړو بنسټونو کې د زده کړو زمينه برابريږي
author avatar
2 Mar 2017 - 18:59

کابل (پژواک ١٢ کب ٩٥): د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د ياد وزارت او يو شمېر علمي خصوصي بنسټونو ترمنځ د هوکړه ليک له مخې به يوولس زره زده کوونکو ته په ځانګړي تخفيف او وړيا توګه د زده کړو مرکزونو ته د جذب زمينه برابره شي.

د همکارۍ دغه هوکړه ليکونه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست سيد کمال سادات او د لوړو او نيمه لوړو زده کړو بنسټونو د مشرانو ترمنځ په کابل کې لاسليک شول.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په دغو مراسمو کې وويل، د ياد هوکړه ليک پر بنسټ ځوانان کولى شي، چې په ځانګړي تحفيف يا وړيا توګه پوهنتونونو، د لوړو او نيمه لوړو زده کړو موسسو او حرفه يي مرکزونو ته لاره ومومي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، ياد هوکړه ليک چې د لوړو او نيمه لوړو زده کړو له شا وخوا ٣٨ بنسټونو سره لاسليک شوى، له مخې به يې لس زره زده کوونکي په ځانګړي تحفيف او ٩٠٠ زده کوونکي په وړيا توګه دغو بنسټونو ته لاره پيدا کړي.

سادات څرګنده کړه، د "ځوانانو د ملي پاليسۍ" پر بنسټ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت؛ په سياسي، ټولنيزو، فرهنګي، اقتصادي، هنري او تحصيلي برخو کې ځوانانو ته د خدمتونو وړاندې کولو کې مکلف دى.

د مورا د تحصيلي او ښوونيزې ټولنې مرستيالې نرګس نيازۍ چې د يادو تحصيلي بنسټونو په استازيتوب يې  خبرې کولې، وويل چې د دغو هوکړه ليکونو مادو ته ژمن دي؛ ځکه ټول ښوونيز او تحصيلي بنسټونه غواړي چې خپلو ځواناتو ته علمي خدمتونه وړاندې کړي.

د هغې په وينا، په کوم بنسټ کې چې هغه دنده ترسره کوي؛ د نجونو لپاره ځانګړې شوې او پر ياد بنسټ ټولې باور لرونکې کورنۍ کولى شي، څو دغه ښوونيز مرکز ته خپلې لوڼې راولېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.