منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په اروزګان کې د جګړې پر مهال دوه ښځې وژل شوې دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۸ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ١٨ کب ٩٥) : د ښځو نړيواله ورځ نن په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په اروزګان ولايت کې د جګړې پر مهال دوه ښځې وژل شوې دي.

ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې د کب په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت د مرکز ترينکوټ اړوند په زاو سيمه کې تېره ورځ ناوخته د جګړې پرمهال  دوه ښځې وژل شوې دي.

سرچينې زياته کړې چې دغه ښځې د يوې کورنۍ غړې وې او هغه مهال ووژل شوې چې په سيمه کې د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته روانه وه .

خو سرچينې دا ونه ويل چې دغه ښځې د چا لخوا وژل شوې دي.

د اروزګان د ولايتي روغتون مشر ډاکټر امين الله توخى وايي چې دوى ته ديوې کورنۍ ددوو ښځو جسدونه راوړل شوي دي.

هغه پژواک ته وويل چې دغه مېرمنې د سر په برخه کې پر مرميو وېشتل شوې وې.

بلخوا د اروزګان ولايت دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال نورزى وايي چې تېره ورځ د ترينکوټ ښار په مربوطاتو کې د جګړو پر مهال ٨  وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه