کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٥): د پاکستان له خوا د لارو بندولو له امله سلګونه افغانان په دغه هېواد کې له زده کړو پاتې شوي دي.
پاکستان د روان لمريز کال د سلواغې په ٢٩مه له افغانستان سره ټولې سوداګريزې رسمي لارې وتړلې چې له امله يې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزې اړيکې په ټپه درېدلې دي.
دغه راز د دې لارو بندېدو له امله لسګونه زره افغانان چې په ويزو او رسمي اسنادو دغه هېواد ته تللي وو، هلته بند پا تې وو، خو تېره اونۍ يوازې د دوو ورځو لپاره لارې پرانيستل شوې چې په ترڅ کې يې شاوخوا ٥٠زره افغانان بېرته خپل هېواد ته را ستانه شول.
د (ډان) په نوم يوې پاکستانۍ رسنۍ د کب په ٢٦مه خبر ورکړى چې د تورخم لارې بندېدو له امله د خيبر پښتونخوا ايالت په خصوصي ښوونځيو کې د شاوخوا ٣٥٠ افغان زده کوونکو د زده کړې بهير ټکنى شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې دغه افغان زده کوونکو ننګرهار ولايت ته خپلو کورونو ته تللي وو، خو د لارو بندېدو له امله اوس هلته بند پاتې شوي دي.
د يوه خصوصي ښوونځي مسوولينو ويلي چې دوى د ٩ افغان زده کوونکو د راتګ لپاره خصوصي اجازه اخيستې وه، څو په ازموينو کې برخه واخلي.
سرچينې زياته کړه چې دغه افغان زده کوونکي پرون رسېدلي دي.
دوى ويلي چې د دغو افغان زده کوونکو لېستونه يې د ښوونې او روزنې ځايي مسوولينو ته لېږلي دي څو په راتلونکي کې ورته د ازموينو چانس ورکړل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










