کابل (پژواک، ٢ ورى ٩٦): ولسمشر غني پردې باندې د ټينګار ترڅنګ چې پوهنتونونه بايد له نوري فايبر سره ونښلول شي، وويل چې د لوړو زده کړو په برخه کې بايد واضح لیدلوری رامنځته شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د لوړو زده کړو د کیفیت په اړه غونډه وشوه.
سرچينه کاږي، په پیل کې د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند د معلوماتي ټکنالوژۍ، د اکاډمیکو چارو د انسجام، د کانکور ازموینو، د تحصیلي بنسټونو د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو په برخو کې د دې وزارت د تېر کال د علمي لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه راپور ورکړ.
هغې نوري فایبر سره د پوهنتونونو د نښلولو، د ای ټي مرکزونو د ایجاد، د ټکنالوژي وسایلو او شبکې تجهیز، د انټرنټ د ظرفیت زیاتوالي او د معلوماتي سیستم ادارې ایجاد په برخو کې د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنې یادې کړې.
نوموړې زیاته کړه، د تقنین او موسساتي انکشاف، څېړنې، د تدریسي نصاب، ماسټرۍ زده کړې، د کنټرول سیستم تطبیق، د پوهنتونونو لپاره د عمومي وېبپاڼې انکشاف، د روزنیزو پالیسیو او لایحو نهایي کول او د ۱۳۹۶ لمریز کال لپاره د پلان برابرولو برخه کې يې لاسته راوړنې لرلې.
دې څرګنده کړه، لوړو زده کړو وزارت کوښښ کوي، هغه افراد جذب کړي چې د بودجې په مصرف کې شفافیت او معقولیت تضمین شي.
هغې وویل، د لابراتوار، کتابتون، د استادانو د ظرفیت لوړولو او فساد سره د مبارزې برخو ته توجه شوې ده.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، چې د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې ښه بنسټ اېښودل شوی او د بشري قوا عالي شورا ایجادېږي چې د مهمو مسایلو په اړه به تصمیم ونیسي.
هغه د لوړو زده کړو وزارت د ځینو پرمختګونو مننه وکړه، ويې ویل، باید د لوړو زده کړو په برخه کې واضح لیدلوری رامنځته شي.
ده زیاته کړه، په روان کال کې له نوري فایبر سره د وصلېدو لپاره مانع نه لیدل کېږي او پوهنتونونه باید نوري فایبر سره وصل شي.
هغه څرګنده کړه، د محصلینو لیلیو ته دې زیاته پاملرنه وشي.
د غني په وينا، هر اقدام چې د لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو او زیاتولو لامل شي، حکومت به یې ملاتړ وکړي.
ولسمشر لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د لوړو زده کړو وضعیت د لا ښه والي لپاره واضح طرحه ترتیب کړي چې په اساس یې ملاتړي اقدامات وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










