کابل (پژواک، ١٣ ورى ٩٦): د حکومت اجراييه مشر په بېلابېلو ډګرونو کې د ښځو د رول پر پياوړتيا ټينګار کوي او وايي، ښځې بايد له ټولو شته نيمګړتياوو او ننګونو سربېره، نا مساعدو شرايطو او خنډونو ته تسليم نه شي.
د حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، نن په کابل کې د ښځينه افغان سوداګرو په تړاو د اقتصادي غونډې د پرانيستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وويل، هيڅ کومه ټولنه د ښځو له فعال ګډون پرته پرمختګ نه شي کولى.
هغه زياته کړه، په بېلابېلو ډګرونو کې د ښځو د رول او مشارکت پياوړتيا د ملي يووالي حکومت له لومړيتوبونو څخه ده، ځکه د ښځو له فعالې ونډې پرته د هېواد پرمختګ ناشونى دى.
عبدالله وويل، د حکومت مشرتابه د بنسټيزې پراختيا او ښاري تړون په برخو کې د ښځو رول ته ډېره پاملرنه کړې او په دغه برخه کې يې عملي ګامونه پورته کړي او مطلوب وضعيت ته د لاسرسي لپاره اوږد مزل لرو، چې ډېر کار ته اړتيا لري.
ده زياته کړه: "موږ د سوداګرۍ او دولت په جوړښت کې د ښځو لپاره د سالم کاري او امن چاپېريال د برابرولو ملاتړ ته ژمن يو او هغه يوه ملي اړتيا بولو."
د حکومت ياد لوړپوړي چارواکي ژمنه وکړه، چې د ښځينه سوداګرو د توليداتو د پراختيا او سوداګريزو فعاليتونو د ودې لپاره پر حل لارو به د وزيرانو شورا او فرعي ناستو کې بحث وکړي.
ډاکټر عبدالله د ښځينه سوداګريزې خونې د رامنځته کولو په موخه د ښځينه سوداګرو د وړانديز په ځواب کې وويل: "له دې نوښت ملاتړ کوو، خو د دې ترڅنګ د سوداګرۍ او صنايعو په خونو کې د هغوى د مشارکت د کچې زياتوالى اړين بولو."
د حکومت اجراييه مشر د خپلو خبرو په دوام کې امنيتي او سياسي ننګونو ته په اشارې سره وويل، ښځې د ټولو نيمګړتياوو او ستونزو سربېره بايد نا مساعده شرايطو او خنډو ته تسليم نه شي.
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې حکومت د ټاکنو ترسره کولو لپاره پياوړې اراده لري، وويل چې حکومت د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې د ښځو له پراخه مشارکت او رول ملاتړ کوي.
د امريکايي پوهنتون سرپرست ډېوېډ سېډني، د ښځو ظرفيت لوړولو او سوداګرۍ برخه کې د هېواد د اجراييه مشر له ملاتړ او هلو ځلو د ستاينې ترڅنګ وويل، په ياد څلور ورځني کنفرانس کې د ښځو د اقتصادي فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې کېږي.
په دغه پروګرام کې دغه راز د سوداګرۍ او صنايعو وزير، ښځو چارو وزيرې او کليو او او پراختيا وزير هم د ښځو د سوداګرۍ کچې د پرمختګ او د دوى د پياوړتيا په اړه خپل پروګرامونه وړاندې کړل.
دغه ګډه ناسته، د کابينې د يو شمېر وزيرانو، بهرنيو هېوادونو د سفيرانو او ښځينه سوداګرو په ګډون د امريکايي پوهنتون او د افغان ښځو د اقتصادي پراختيا لپاره د نړيوال مرکز له لوري ترسره شوې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










