منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پاکستان افغانانو ته د ماسټري او دوکتورا بورسونه ورکوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

اسلام اباد (پژواک، ۱۷ وری ۹۶): د پاکستان د لوړو زده کړو اداره وایي چې دغه ځل یې افغان محصلینو لپاره په ځانګړو کړو بورسونو کې دوکتورا او ماسټري هم شامله کړې ده.

دغه څرګندونې د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې مشر ډاکتر مختار احمد د افغانستان ژورنالېستانو له یوه پلاوي سره د لیدنې پر مهال وکړې.

پاکستان څو میاشتې مخکې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره افغان محصلینو ته د ۳۰۰۰ بورسونو اعلان کړی و چې وروسته بيا په دې برخه کې د دواړو هېوادونو د اړوندو  چارواکو تر منځ يو تړون هم لاسليک شو.

د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې مشر وویل، دوی افغان محصلینو ته د طب او انجنیرۍ تر څنګ په نورو بېلابېلو برخو کې د لوړو زده کړو لپاره چې ۳۰۰۰ بورسونه اعلان کړي دي، دغه ځل په کې  دوکتورا او ماسټري هم شامله ده.

ډاکتر مختار وویل، ډېر ژر به په کابل کې د پاکستان سفارت د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره په ګډه همکارۍ د دغو بورسونو لپاره د ازموینې اعلان وکړي.

د نوموړي په وینا، پخوا ازموینه یوازې په کابل کې اخیستل کېده او د افغانستان لرو  ولایتونو محصلین یا رسېدلی نه شول او یا هم له ډېرو ستونزو سره مخ کېدل، خو اوس به  د کابل تر څنګ د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې هم له افغان محصلینو ازموینې اخیستل کېږي، څو په لویه کچه محصلین له دغو بورسونو برخمن شي.

هغه وایي، د بورسونو تر څنګ  دوی د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت کار کوونکو ته د روزنې پروګرامونه هم تر لاس لاندې لري.

ده زیاته کړه، له یادو ۳۰۰۰ بورسونو به هر کال ۶۰۰ محصلین د لوړو زده کړو لپاره پاکستان ته راځي او دغه ځل د لیسانس تر څنګ دوکتورا او ماسټري هم په دغو بورسونو کې شته.

مختار احمد وویل: ((باید دواړه هېوادونه نور د یو بل له تخریبه لاس واخلي، د تعلیم  له لارې له یو بل سره نږدې شو ، د ټولو ستونزو هواری په تعلیم کې دی.))

د هغه په وینا، له تعلیم څخه باید ډیپلوماتیکه ګټه واخيستل شي او د دواړو هېوادونو اړیکې ورسره ښې او د ولسونو ستونزې بايد ورسره هوارې شي.

د پاکستان د لوړو زده کړو ادارې مشر وویل، له افغان محصلینو څخه داسې ژمنه اخیستل کېږي چې دلته له لوړو زده کړو ترلاسه کولو وروسته به د خپل هېواد خدمت کوي.

د افغان محصلینو د ځینو ستونزو په اړه ډاکتر مختار احمد وویل، له ځینو ستونزو سره د سکالرشيپ پيسې ځنډېدلې وې، اوس پيسې بانکي حساب ته رسېدلې او ژر به پر افغان محصلینو ووېشل شي.

دغه راز نوموړي افغان محصلینو ته د ځانګړو ویزو یادونه وکړه او ویې ویل، د محصلینو د ویزو په برخه کې هم ځینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه