جلال اباد (پژواک، ۲۳ وری ٩۶): ننګرهار مېشتو سيکانو هيله ښودلې چې په هېواد کې سوله راشي؛ ځکه د جنګ جګړو له امله سلګونه سيک کورنۍ له هېواده کډوالۍ ته اړې شوې دي.
دوى دغه څرګندونې د خپلې مذهبي ورځې (ويساک) د ۳۱۹مې کاليزې په نمانځغونډه کې وکړې.
د ويساک دغه مراسم درې ورځې دوام کوي چې په لومړۍ ورځ يې سيکان د سره رود ولسوالۍ اړوند په سلطانپور چينو کې خپل مذهبي مراسم ترسره کوي، په دويمه ورځ يې له چارواکو سره نمانځي او درېيمه ورځ دوی خپل او خپلوانو کره د مبارکيو لپاره ځي.
د وري په ۲۳مه د جلال اباد ښار په مرکزي درمسال کې د دغو مراسمو دويمه ورځ وه، چې له ننګرهار مېشتو سيکانو سره د خوښيو د مبارکۍ ورکولو په موخه د ننګرهار والي او يو شمېر نور چارواکي هم ورغلي وو.
د ننګرهار مېشتو اهل هنودو او سيکانو مذهبي مشر اقبال سينګ وويل، کلونه وړاندې په ختيځ کې لس زره سيک کورنۍ موجودې وې چې اوسمهال ټولې پنځه اتيا کورنۍ پاتې دي او نورې ټولې د جنګ جګړو له امله بهرنيو هېوادونو ته کډوالې شوې دي.
هغه هيله څرګنده کړه چې په هېواد کې سوله راشي، څو بهرنيو هېوادونو کې مهاجر سيکان خپل هېواد ته راستانه شي.
ده زياته کړه، سږ کال يې له نورو سره ځکه ډېر توپير درلود چې د ښوونځي په برخه کې د شته ستونزې حل ته يې حکومت عملي ملا وتړله او نن يې د دوی د اولادونو لپاره د ښوونځي د بنسټ ډبره هم کېښوده.
دغه راز د ننګرهار مېشتو سيکانو کلانتر (مشر) ډاکتر ميرسينګ وويل، له کلونو راهيسې د دوی ځمکې او کورونه د زورواکو له خوا غصب شوي او حکومت يې پر وړاندې هېڅ اقدام نه دی کړی.
دی زياتوي، په ولسواليو کې د دوی ټولې ځمکې خلکو غصب کړې دي او په جلال اباد ښار کې هم د دوی د هغو دوستانو کورونه غصب شوي چې بهرنيو هېوادونو ته تللي دي.
هغه وايي: ((پخوا زموږ د ويساک مراسم اووه شپې او اووه ورځې وو، په سرخرود کې مو نمانځل؛ خو اوس زموږ عزيزان هم کم شوي او ناامني هم ډېره شوې؛ نو مراسم مو درې ورځې کړي او يواځې يوه ورځ يې د سلطانپور مقدسو چينو کې نمانځو.))
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري هم وويل چې د ننګرهار مېشتو سيکانو په سلګونه جريبه ځمکه غصب شوې او لا هم د زورواکو په لاس کې ده.
هغه نيوکه وکړه، حکومت د ننګرهار مېشتو سيکانو ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او بايد د اساسي قانون له مخې د دوی د ستونزو په حل کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په دې مراسمو کې له ننګرهار مېشتو سيکانو سره ژمنه وکړه، د دوی په هره برخه کې شته ستونزې به هواروي او لکه د نورو ننګرهاريانو په څېر به دوی ته توجه کوي.
هغه زياته کړه: ((نن سهار مو ورسره کړې ژمنه عملي کړه، د مراسمو له پيل وړاندې مو ورته د مکتب د ودانۍ جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده، چې شپږو مياشتو کې به جوړه شي او د دوی اولادونه به په ښه چاپېريال کې زده کړې وکړي.))
والي دا هم وويل، د سره رود ولسوالۍ په سلطانپور سيمه کې د سيکانو د مذهبي چينې لپاره د احاطې دېوال منظور شوی او په نږدې ورځو کې به يې چارې د کليو پراختيا وزارت په ۹ميليونه افغانيو پيل شي.
والي له سيکانو سره ژمنه وکړه، په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب کمېسيون ته يې دنده سپارلې او د دوی ټولې غصب شوې ځمکې به را وګرځول شي.
د ويلو ده، درې لسيزې مخکې په هېواد کې د سکانو ٦٤ درمسالونه فعاله وو چې اوسمهال يوازې ٩ يې فعال دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










