کابل (پژواک، ٢٨ ورى ٩٦): پر"زرک" د سحر اوجادو د دفع باور د دې لامل شوى چې د کابل ځيني اوسېدونکي دا ښکلى او خوږ غږى مرغه اخلي او رنګين قفس کې يې ساتي؛ خو ديني عالمان دغه کار ناروا بولي.
په کابل کې د دولتي ادارې کارکوونکي نجيب الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې کور کې يې يو زرک ساتلى اوکله کله يې د کور په انګړ کې ازادوي.
هغه زياته کړه چې د زرک ساتلو په اړه يې له ځينو خلکو اورېدلي که په کور کې زرک وي، هلته جادو اثر نه کوي.
نجيب الله وويل: "څو ورځې وړاندې مې لمسى سخت ناروغ و، هر ډاکټر ته مې چې بوت درملنه يې ونه شوه؛ خو کله مې چې د ناروغ ماشوم خونې ته زرک راووړ ماشوم بېرته روغ شو."
نجيب الله وويل چې په رښتيا نه پوهېږي چې د سحر او جادو په بطلان کې پر زرک باور څومره سم دى؛ خو کله چې دا ښکلى مرغه ويني او ښکلى غږ يې اوري، د خوشحالۍ احساس ورته پېدا کېږي.
د پنجشېر ولايت اصلي اوسېدونکى ٦٠ کلن خدايار چې دا مهال د کابل ښار قابلباى سيمه کې ژوند کوي وايي چې د زرک په پاکۍ او برکت لرلو باور لري.
هغه پژواک ته وويل: "زرک د کور لپاره يو ښه شى دى، کوم کور کې چې زرک وي جادو کار نه کوي او د دغه مرغه شتون د خير او برکت لامل کېږي."
خدايارزياته کړه: "د ماما زوى روزګار مې ډېر خراب و، اړ شو زرک واخلي؛ خو اوس يې ژوند ډېر ښه شوى دى، منډوي کې دوکان لري، موټر او کور يې هم اخيستى دى."
ياد زوړ سړي وويل چې له شل کلنۍ راهيسې يې له زرک سره شوق و؛ نو له دې امله هره ورځ او يا دوه ورځې وروسته د کابل کاه فروشي کوڅې ته ورځي او د دې مرغه له ليدو او غږ اورېدو څخه خوند اخلي.
د امجدخان په نوم يو تن چې د کابل مرادخانۍ کوڅه کې د مرغانو د پلور دوکان لري پژواک ته وويل چې له تېرو ١٥ کلونو راهيسې د زرکانو د پلور کار کوي.
هغه وويل: "افغانستان کې دوه ډوله زرکان موندل کېږي؛ يو زراعتي او بل وطني، دا مرغان موږ له بدخشان او مزارشريف غرونوڅخه راوړو."
د امجدخان په وينا، هر زرک له ٥٠٠ افغانيو تر ٥٠ زرو افغانيو پلورل کېږي.
هغه زياته کړه: "ځيني خلک زرک د جنګولو لپاره اخلي او شرط پرې تړي؛ خو زيات شمېر بيا په دې باور دي چې زرک يو پاک مرغه دى او جادو دفع کوي او برکت راوړي نو ځکه هغه پېري او خپل کور ته يې وړي."
د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد سيد هاشم امين وويل چې د سحراو جادو په دفع کولو، د خير او برکت په راوړلو کې، پر مرغانو باور بشپړه تېروتنه او خرافات دي.
د نوموړي په وينا، د اسلام دين د مرغانو بندي کول ناسم بولي او د دې مسئلې تصديق کې هېڅ شرعي استدلال نشته او کوم کسان چې د مرغانو په شر او خير رسونې باور لري، بايد له دې ډول غير ديني باورونو ځان لرې کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستيال داعي الحق عابد وويل چې د مرغانو بندي کول په هر نوم چې وي، ناروا او له شرعي اړخه جايز نه دي.
هغه د ځينوکسانو له لوري د مرغانو په ځانګړې توګه د زرک په نېک او بد فال نيولو په اړه وويل: "د سحر او جادو بطلان په نيت د زرک بندي کول کوم شرعي اړخ نه لري اود شريعت له پلوه جايز نه دي."
د ياد ديني عالم په وينا، په قفس کې د بندي شوو مرغانو ريزکول هر وخت د هغوى د خوشحالتيا په معنا نه دي او ښايي هغوى د خپلې ازادې لپاره خپل آواز پورته کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










