منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۵ غ.م
۳°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار د کامې ښوونځي يو ځل بيا وتړل شول

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۳ غويی ٩٦): د ننګرهار د کامې ولسوالۍ سلګونه ښوونکو د استوګنې نومرو د ستونزې د حل او دغه راز د يو شمېر هغو ښوونکو د خلاصون په موخه لاريون وکړ چې دوه ورځې وړاندې پوليسو نيولي وو.

يادو ښوونکو چې شمېر يې تر اتو سوو تنو رسېږي کاري اعتصاب هم کړی او د زرګونه زده کوونکو پر مخ يې د ښوونځيو دروازې هم تړلې دي.

دوی دغه راز د غويي په ۲۳مه د کامې- جلال اباد لويه لاره هم د څو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه او ولايتي اداره يې له غاصبينو سره په لاس لرلو تورنه کړه.

د معترضو ښوونکو نيوکه دا ده چې ولايتي ادارې د ولسمشر په امر د کامې ولسوالۍ د سربند په ساحه کې شاوخوا ۳۰۰ جريبه ځمکه لومړی د ښوونکو د ښارګوټي په نوم نومولې او بيا يې وروسته يو شخص ته په اجاره ورکړې ده.

د لاريون يو ګډونوال او د مراد علي صاحب زاده د لېسې ښوونکي احمد ماهر پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځمکه ورته د پخواني او اوسني دواړو ولسمشرانو په فرمان ورکړل شوې ده.

هغه وايي، خپل غږ يې تر ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه رياست رسولی، مکتوبونه ورسره په لاس کې موجود دي؛ خو څوک يې غم نه خوري.

دغه راز د کامې ولسوالۍ د اخند کلا ښوونځي ښوونکي سيد نبي الله وويل چې حکومت نه يوازې دا چې له غاصبينو سره يې لاس يو کړی او د دوی ځمکه يې يو غاصب ته ورکړې، بلکې د پنجشنبې په ورځ يې ۲۱ ښوونکي له ځان سره بیولي او ځينې يې وهلي ډبولي هم دي.

د شېرګړ لېسې يوه ښوونکي مولوي محمد ادريس مجددي غوښتنه وکړه چې حکومت دې نيول شوي ښوونکي ازاد کړي او هم دې د دوی د استوګنې ستونزه حل کړي.

هغه د ښوونځيو تړل ښه کار ياد نه کړ؛ خو زياته يې کړه چې حکومت ورسره تل د ستونزې د حل کړې ژمنې نه دې عملي کړې؛ نو دوی له مجبورې ورځې دغه چاره ترسره کړې ده.

د محمد ظاهر په نوم د مولوي محمد ابراهيم لېسې ښوونکي ټينګار وکړ چې د کامې ښوونکي ټول په يوه اتفاق دي او پرته د کامې د سربند له ځمکې بله هېڅ ځمکه نه اخلي.

هغه پر حکومت د دې ستونزې د حل غږ وکړ او زياته يې کړه، تر هغه وخته چې ورته همدغه سيمه نه وي ورکړل شوې؛ نو د دوی اعتراضونه به دوام لري.

د کامې ښوونکو په هغه ځای کې خېمې وهلې، کومه ځمکه چې دوی يې د ښوونکو د ښارګوټي لپاره غواړي؛ خو ولايتي اداره يې دغه کړنه ځکه نا مشروع ګڼي چې په خبره يې ياده ځمکه حکومت بل چا ته په اجاره ورکړې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د ښوونکو له لوري د ښوونځيو تړل يو نه بښونکی عمل ياد کړ او ټينګار يې وکړ چې د ښوونکو د دغه غير قانوني کړنې په مقابل کې به ورسره تر ټولو سخت قانوني چلند ترسره شي.

دی وايي، همدا نن هم د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کامې ولسوالۍ له يو شمېر مخورو او د پوهنې رياست له مسوولينو سره وکتل او د ستونزې د حل لپاره يې د جدي اقدام کولو ډاډ ورکړ.

د خوږياڼې د معلوماتو له مخې، والي د کامې ولسوالۍ له مخورو يو ځل بيا وغوښتل چې د قانون په چوکاټ کې د ولسوالۍ له مسوولینو سره ستونزې ته د حل لارې چارې ومومي او هغو ښوونکو ته چې تر لسو کلونو پورې یې دنده ترسره کړې وي، د ښارګوټي ځای په نښه کولو وروسته دوی ته د استوګنې په موخه نومرې په واک کې ورکړي.

د ننګرهار د والي وياند وايي،  ښوونکو ته ځکه دغه ځمکه نه وېشل کېږي چې هغه د ښارګوټي د جوړېدو قابليت نه لري او ټينګار يې وکړ چې په هېڅ صورت کې به دغه ځمکه ښوونکو ته توزيع نه شي.

د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو سراسري اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل که څه هم پر دولت غږ کوي چې د ټولنې دغې زيارکښې تطبقې ستونزه دې حل کړي؛ خو له ښوونکو هم غوښتنه لري چې د ښوونځيو د دروازو د تړلو پر ځای دې بديلې لارې غور وکړي.

هغه ټينګار وکړ چې ښوونکي دې د يووالي او خبرو اترو له لارې دغه ستونزه حل کړي نه د ښوونځيو دروازو د تړلو له لارې.

د نوموړي په وينا، هغه ښوونکي چې دولت نيولي، هغه باید په عاجل ډول خوشي شي او پر حکومت یې نيوکه وکړه چې د ښوونکو تر منځ دې دا توپير نه کوي چې لس کلن خدمت کوونکي ته نومره ورکړل شي او نور ته نه، بلکې ټولو ته دې ورکړل شي.

د ننګرهار د پوهنې رياست ویاند محمد اصف شينواري پژواک ته وويل چې دغه رياست ښوونکو ته د نومرو ورکولو په اړه پوره ژمن دی خو د دوی دا کړنه يې غير قانوني ياده کړه چې د ښوونځيو دروازې يې د زده کوونکو پر مخ تړلې دي.

هغه زياته کړه، پوهنې رياست به د کامې ولسوالۍ ټولو هغو ښوونکو ته د استوګنې نومرې ورکوي خو په يو بل مناسب ځای کې؛ ځکه په وينا يې د سربند سيمه د انجنيرۍ له پلوه د کور جوړولو قابليت نه لري.

د کامې ولسوالۍ ښوونکي چې له کلونو راهيسې يې د استوګنې د نومرو غوښتنه کړې همېشه ورسره ولايتي ادارې د حل ژمنه کړې؛ خو لا هم دغه ستونزه نه ده حل شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه