کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٦): ولسمشر غني د سولې په راوستو کې د ښځو پر رول ټينګار کوي او وايي چې رښتينې سوله هغه مهال راځي چې د افغانستان خلک چې ښځې او نر په کې شامل دي، خپل اساسي حقوق له تعرض نه خوندي احساس کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې نن يې په کابل کې د (افغان ښځې د سولې پيغام راوړونکې) تر نامه لاندې څلورم درې ورځني سمپوزيم ته خبرې کولې، وويل چې سوله او ارامي د افغانستان د خلکو حياتي او بنسټيزه غوښتنه ده.
هغه د حکومت او اسلامي حزب تر منح د سولې هوکړې ته په اشارې سره وويل چې اراده، نيت او د قانون رعايت، د سولې له مخکنيو شرطونو ګڼل کېږي.
هغه زياته کړه: ((دا يو اسلامي اصل دى چې له سم نيت نه پرته ښه کار نه شي ترسره کېدلى، د وضعيت سم تشخيص او درک هم سولې ته د رسېدو يو بل مخکنى شرط دى.))
غني زياته کړه: ((خو که چېرې له وضعيت نه رښتينې اراده او واقعبينانه درک شتون ولري، خو د سولې او قانون جوړونې بهير ودرېږي، بيا به هم له ناکامۍ پرته بله پايله نه وي.))
ولسمشر وويل چې ټول افغانستان ښځې او نارینه يو ډول حقوق لري. د اسلامي تاريخ په پيل کې ښځو په ټولنيزه، اقتصادي او سياسي برخو کې فعاله ونډه لرله، د افغانستان په معاصر تاريخ کې هم د ميرويس نيکه او احمدشاه بابا مورګانو زده کړې کړې وې.
خو نوموړي وويل، له بده مرغه اوسمهال يو شمېر افغانان خپلو لوڼو ته اجازه نه ورکوي چې درس ولولي.
هغه زياته کړه چې په تېرو ١٥ کلونو کې د افغانستان ښځو په بېلابېلو برخو کې ګڼ پرمختګونه کړي چې لامل يې د اساسي قانون پر بنسټ هغوى ته ورکول شوي حقوق او فرصتونه دي.
غني زياته کړه چې د نالوستو ښځو شمېر د نالوستو نارينه وو په پرتله درې چنده دی، لامل يې هم هغه کورنۍ جګړه ده چې افغانستان په کې ښکېل دى.
نوموړي زياته کړه چې د يادې جګړې اکثره قربانيانې ښځې دي.
نوموړي د سولې او امنيت په ټینګښت کې د ښځو رول مهم وباله او ویې ويل: "د پېړيو په ترڅ کې زموږ د هېواد ښځې د ژوند رښتينې ملاتړې پاتې شوې، اوس هم اړينه ده چې د سولې په تړاو خپل ليدلوري راته پيدا کړي."
ولسمشر سمپوزيم ته له راغلو ښځو وغوښتل چې د سولې په اړه دې خپل مشخص وړانديزونه دولت ته وسپاري.
هغه وويل: ((باور لرم چې دغه سپموزيم د سولې پروسې او سولې کلتور په پياوړتيا کې مرسته کوي، زموږ د ملت او دولت لپاره به روښانه او څرګند پيغامونه ولري.))
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم په مراسمو کې وويل چې دا سمپوزيم د واشنګټن او اسلو د سمپوزيمونو په تعقيب په کابل کې هم جوړېږي چې اصلي او بنسټيزه موخه يې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ګډون پياوړتيا ده.
د هغه په خبره، د اوسني سپموزيم موخه د هېواد د سولې په پروسه کې د ښځو د ګډون پياوړتيا ده، افغان دولت په تېرو شاوخوا ١٧ کلونو کې د ښځو د پياوړتيا لپاره کار کړى، خو نور کار ته هم اړتيا ده.
د هغه په خبره، دغه سمپوزيزم د سولې پروسې او په دې پروسه کې د ښځو رول په اړه يو ښه فرصت دى.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو، د سمپوزيزم په اړه وويل: ((ملګري ملتونه به له افغان سځو سره همکار پاتې شي، د سولې په پروسه کې د ښځو د ګډون لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.))
نوموړى چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما دفتر مشر هم دى، زياتوي: ((دغه درې ورځنی سپموزيم ستاسې لپاره غوره فرصت دى چې خپلې تجربې شريکې کړئ، د خپلو ليدلورو په اړه د راتلونکي په تړاو بحث وکړئ، په داسې ستراتيژي کار وکړئ چې ښځې څنګه کولى شي په افغانستان کې د سولې په راوستو کې د مشرتابه رول ولوبوي.))
د هغه په خبره، د تلپاتې سولې د راوستلو لپاره د نړۍ د هېوادونو تجربې څرګندوي چې ښځې بايد له پيل نه په کې ښکېلې وي.
د هغه په خبره، د هېواد د نيم نفوس په توګه د افغان ښځو او نجونو پياوړي کول، ډېر مهم دي، څو په سياسي او ټولنيز ژوند کې د هغوى له فعالې ونډې ډاډ حاصل شي.
د نوموړي په خبره، افغان دولت ژمن دى چې په دولتي ادارو کې تر ٢٠٢٠ کال پورې د ښځو شتون ٣٠ سلنه لوړ کړي.
نوموړي په اوس وخت کې په دولتي ادارو کې د ښځو د اوسني شتون سلنه په ډاګه نه کړه، خو د ښځو چارو وزارت ويلي چې اوسمهال د دولت ٢٢ سلنه کارکوونکي ښځې دي.
ياماموتو وويل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د افغانستان د نړيوالو ژمنو او د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ١٣٢٥پرېکړه ليک په تړاو د افغانستان د عمل ملي پلان سره سم د ښځو، سولې او امنيت په برخه کې د ژمنو د پلي کېدو د پياوړتيا لپاره د افغان دولت له هڅو ملاتړ کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










