کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٦): سعودي عربستان ته د شاوخوا ٣٠ زرو زيارت کوونکو د لېږد تړون د تېر کال په پرتله په درې سلنې کمښت سره د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د اريانا افغان هوايي شرکت تر منځ لاسليک شو.
د بيت الله شريف٣٠ زره زيارت کوونکو ته درې سلنه کمښت، ٩٠٠ زره امريکايي ډالره کېږي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستيال داعي الحق عابد نن د دغه تړون ذ لاسليک پر مهال په کابل کې وويل چې د ونډې پر بنسټ سږ کال ٣٠ زره افغان زيارت کوونکي سعودي عربستان ته استول کېږي.
په تېرو دوو کلونو کې د ونډې له مخې هر کال ٢٤زره افغان زيارت کوونکي عربستان ته لېږدول کېدل.
د هغه په وينا، د بيت الله شريف شاوخوا سيمو کې د ودانيزو پروژو تطبيق له امله سعودي عربستان اړ شو څو په وروستيو کلونو کې د وګړو شمېر له مخې د هېوادونو ونډه راټيټه کړي؛ خو سږ کال دا محدوديت لرې شوى دى.
نوموړي وويل چې اريانا افغان هوايي شرکت د ازادې سيالۍ له لارې، سعودي عربستان ته د افغان زيارت کوونکو لېږد لپاره پر شرايطو برابر شرکت وپېژندل شو.
نوموړي زياته کړه چې د تړون له مخې، د اريانا افغان هوايي شرکت تېر کال يو زيارت کوونکى د ٩٨٠ ډالرو په بدل کې خو سږ کال يې د ٩٥٠ ډالرو په بدل کې سعودي ته او له هغه هېواد څخه بېرته افغانستان ته رالېږدوي.
نوموړي همداراز وويل چې سږ کال به د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د شهيدانو کورنيو شاوخوا زر وارثين د حج اداکولو لپاره په وړيا ډول سعودي ته واستوي.
د نوموړي په وينا، د اريانا افغان هوايي شرکت ژمن دى چې ٦٠٥ ټکټونه په وړيا ډول د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په واک کې ورکړي چې پر يادو ټکټونو به ښوونکي واستول شي.
د يادونې ده چې له تېرو درېیو کلونو راهيسې اريانا شرکت دا تړون ګټي.
د اريانا افغان هوايي شرکت مشر محمد عمر نادر د نن ورځې مراسمو کې وويل چې د ازادې سيالۍ له لارې پرله پسې درې کاله د دغه شرکت برياليتوب امتياز نه، بلکې يو مسووليت دى.
نوموړي زياته کړه چې اريانا افغان هوايي شرکت د شته امکاناتو او تجربو پر بنسټ کولى شي چې دا لړۍ د تېرو کلونو په څېر له ځنډ پرته په برياليتوب ترسره کړي.
د هغه په خبره، د زيارت کوونکو د لېږد بهير به د دوو ٣١٠ ايربس الوتکو پر مټ چې په يو وخت د ٤٤٠ زيارت کوونکو لېږد وړتيا لري، ترسره کېږي او د لېږد د بهير چټکتيا لپاره به يوه او يا دوه نورې الوتکې په کرايه (چارتر) واخيستل شي.
هغه يادونه وکړه چې د چارتر الوتکو پر مټ د زيارت کوونکو لېږد او په دې پروسه کې د روڼتيا رامنځته کولو لپاره به د حج کمېټه اريانا شرکت کې دننه چې ماليې او اقتصاد وزارتونه، ملي بانک، پښتنې بانک او هوايي چلند خپلواکه اداره يې ونډه وال دي، جوړه شوې څو د کرايې اخيستلو بهير وڅاري.
سره له دې چې د يوکس د تګ راتګ کرايي ټکټ ٣٠ ډالرو ته راټيټ شوى؛ خو ښايي چې سږ کال د حج ادا کولو مراسمو ټول لګښت کې يو اندازه زياتوالى راشي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستيال وويل دا چې سږ کال د ټولې نړۍ زيارت کوونکو په شمېر کې د تېرو کلونو په پرتله زياتوالى راغلى، دغو مراسمو کې د ګډون لپاره به د هر افغان زيارت کوونکي لګښت شاوخوا ٢٥٠٠ ډالرو ته ورسېږي.
د نوموړي په وينا، تېر کال د هر زيارت کوونکي لپاره ٢٤٥٠ ډالره لګښت ټاکل شوى و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










