منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ځانګړي تفريح ځای نشتوالي د ننګرهار مېرمنې په کور کې بنديوانې کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

جلال اباد (پژواک ۶ چنګاښ ٩۶): د ننګرهار ولايت مېرمنې او نجونې وايي چې د ځانګړي تفريح ځای نه موجوديت يې لويه ستونزه ده او نه شي کولی چې حتی د اختر په ورځو کې هم له کوره بهر لاړې شي.

خو بل خوا د ننګرهار د ښځو چارو رياست وايي چې د مېرمنو لپاره يې د بي بي سايرې په نوم يو ځانګړی پارک جوړ کړی؛ خو هېڅ مېرمنې ورته نه ورځي.

د ننګرهار ولايت او په ځانګړې توګه د جلال اباد ښار اوسېدونکې مېرمنې وايي، پخوا به د اختر او نورو خوښيو او رخصتيو ورځو کې د امير شهيد بڼ د مېرمنو لپاره ځانګړی کېده او هلته به مېرمنې تللې؛ خو اوس هغه باغ په نشه روږدو کسانو خپل مرکز ګرځولی دی.

دوی دغه راز وايي چې پخوا به اوونۍ کې يوه ورځ ګل اغا شېرزي لوبغالی مېرمنو ته ځانګړی کېده؛ خو اوس هغه هم د مېرمنو پر مخ تړل شوی دی.

په ننګرهار کې د کور فرهنګي ټولنې مشره مقدسه احمدزۍ وايي چې ننګرهارۍ مېرمنې د ژوند د يو شمېر نورو محروميتونو ترڅنګ د تفريح ځای له نشتوالي سره هم مخ دي.

هغې پژواک اژانس ته وويل، ټولنه يې هڅه کوي چې مېرمنې او په ځانګړې توګه نجونې شاعرۍ او ليکوالۍ ته وهڅوي؛ خو د يو مناسب ځای نشتوالی يې پر وړاندې لويه ستونزه ده.

مقدسې زياته کړه، که يو مناسب او ځانګړی تفريح ځای موجود وي؛ نو هم به مېرمنو په کې تفريح کولی او هم به لکه د دوی يو شمېر ټولنو په کې په اسانۍ د عامه پوهاوي پروګرامونه مخته وړلی.

شاعره او مدني فعاله زرلښته حسيني وايي، د مېرمنو لپاره د ځانګړي تفريح ځای نشتوالى، د مېرمنو پر حق تېری دی او بايد د ننګرهار ولايت چارواکي دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

هغې پژواک ته وويل، د مېرمنو لپاره تفريح ځای بايد د جلال اباد ښار په داسې سيمه کې جوړ شي، چې ټولې مېرمنې وکولی شي له کوم ډار پرته او د نارينه وو په نه موجوديت کې هم ورته ورشي.

عايشه محمدي چې د ننګرهار د روغتيايي علومو د انستيتيوت زده کړياله ده، وايي، کله چې يې ټولګيوالې تفريح ته زړه ښه کړي؛ نو د ځای نه موجوديت يې پر وړاندې لوی خنډ وي.

دی وايي، ټولګيوالې يې ډيره هڅه کوي چې د اختر او رخصتيو په ورځو کې يو بل کره لاړې شي؛ خو په يوه وخت د ټولو کتل ورته ګران وي او که چېرته ځانګړی تفريح ځای موجود وی؛ نو ټولې به همالته ورټولېدې او د تفريح ترڅنګ به يې له يو بل سره ليدل هم کېدل.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حميرا رفيع هم وايي چې په ولايت کې يې مېرمنې رښتيا هم له دغې ستونزې سره مخ دي.

هغه وايي، که څه هم له بهسودو پول سره نږدې يو پارک د ښځو لپاره ځانګړی شوی؛ خو د هغه ځای لرې موقعيت او ترې د مېرمنو نه خبرېدا د دې لامل شوی چې هېڅ مېرمنې ورته تر اوسه نه دي تللي.

د ننګرهار د ښځو چارو رياست وايي چې د مېرمنو لپاره يې د بي بي سايرې په نوم يو ځانګړی پارک جوړ کړی؛ خو هېڅ مېرمنې ورته نه ورځي.

د دغه رياست مشره انيسه عمراني مني چې له ياد بڼ څخه مېرمنې لا خبرې نه دي؛ خو وايي، هلته د مېرمنو د تفريح لپاره ټولې اسانتياوې موجودې دي.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بي بي سايرې بڼ نه يوازې د مېرمنو لپاره تفريح ځای دی، بلکې هلته يې د مېرمنو لپاره د زده کړو لنډمهالي ځانګړي پروګرامونه هم پيل کړي.

د هغې په وينا، تر اوسه په کې شاوخوا ۲۵۰ مېرمنو ته په بېلابېلو حرفوي برخو کې زده کړې ورکړل شوې دي.

د مېرمن عمراني د معلوماتو له مخې، هڅې يې پيل کړي چې د مېرمنو په همدغه ځانګړي پارک کې د مېرمنو لپاره يو ځانګړی بازار هم جوړ کړي، چې ډېر ژر به يې عملي چارې پيل شي.

که څه هم د ننګرهار ولايت زياتره اوسېدونکي پښتانه دي او د خپلو دودونو له مخې تر ډېره مېرمنو ته تفريح ځای ته د تګ اجازه نه ورکوي؛ خو د نظر خاوندان په دې باور دي، که ځانګړي ځايونه موجود ووسي؛ نو دغه دود بدلېدونکی دی.

مدني فعال عمران الله کاکړ وايي، چې د ننګرهار ولايت  ټولنيزو او قومي دودونو له امله په خپلو مېرمنو، لوڼو او نجونو ته پارکونو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

خو هغه پژواک اژانس ته وويل، ښځې هم حق لري چې له کوره بهر په خوندي ځانګړو ځايونو کې د ساعت تېرۍ لپاره ولاړې شي او هلته څه يو وخت له خپلو ماشومانو ارام تېر کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور