کابل (پژواک، ٧ زمرى ٩٦) : د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې د مېشتو افغان کډوالو يوه ستر پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزير سره خپلې ستونزې شريکې کړې.
د ياد وزارت له خوا د زمري په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اړه نن جوړه شوې غونډه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو ۱۶۰ تنه مشران ، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر او معینانو، د مشرانو جرګې استازي، په پاکستان کې د کډوالو اتشې او د یو شمېر نورو ادارو چارواکو ګډون درلود .
سرچينې زياته کړې، دغه غونډه کې د پاکستان له بېلابېلو ایالتونو څخه راغلي د کډوالو مشرانو خپلې ستونزې او غوښتنې د وزارت له چارواکو سره شریکې کړې .
په پیل کې په پاکستان کې د افغان کډوالو اتشې جلیلي خبرې وکړې او د کډوالو ستونزې یې د مسوولینو غوږ ته ورسولې.
په پاکستان کې د افغان کډوالو قومي مشرانو، د میرمنو استازې، د سوداګرو، محصلینو، ترانسپورټ ادارې ، معلولینو او د ښوونځیو د مدیرانو د ټولنو استازو په خپل وار سره د کډوالو ستونزې د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره شریکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه .
د سرپناه نشتوالی، امنیتي ستونزې، بشري خدماتو ته نه لاسرسۍ، زده کړو او روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسۍ، په پاکستان کې د کډوالو ځورونه او په جبر ایستل، سوداګرو ته د پانګونې د زمینو نه برابرول او له کډوالۍ څخه سیاسي استفاده هغه ستونزې وې چې د کډوالو د دغو استازو له خوا ترې یادونه وشوهاو د حل لپاره يې دوى د لازمو اقداماتو غوښتنه وکړه .
په غونډه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د کډوالو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د حکومت له کاري لومړیتوبونو څخه ده او د کډوالو وزارت هڅه کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته په هېواد کې د ژوند لازمې اسانتیاوې برابرې کړي .
هغه زياته کړه، په عزت، په خوندي او تدریجي ډول د کډوالو راستنول د حکومت دنده ده او د اګست د مياشتې په ۱۶ مه پاکستان کې د افغان کډوالو د ثبت او راجستر پروسه رسما پیلیږي .
نوموړي وویل چې په لنډ وخت کې د ټولو کډوالو راستنول ستونزمن کار دی له همدې امله هڅه کوي چې له ۲۰۱۷ کال وروسته هم د افغان کډوالو د اوسېدو موده و غځول شي .
د کډوالو وزیر زياته کړه، هغه افغان کډوال چې هېواد ته راستنیږي په دوو برخو کې دوى ته خدمات وړاندې کیږي، لومړی بشري خدمات او بیا پراختیايي خدمات .
د بشري خدماتو په برخه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په مشرۍ یو شمېر نړیوالې مرستندویه ادارې له راستنېدونکو کډوالو سره نغدي او غیر نغدي مرستې کوي .
د هغه په خبره، تېرکال له ټولو راجستر راستنېدونکو کډوالو سره د UNHCR له خوا له ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰ امریکايي ډالرو مرسته شوې، همدارنګه IOM مخکې د ناراجستر افغان کډوالو له لس فیصده مستحقو کورنیو سره مرسته کوله، خو د کډوالو وزارت هڅه وکړه چې غه مرستې ډېرې شي، اوس چې کوم کډوال له پاکستان څخه هېواد ته راځي، IOM له ټولو سره يې نغدي او غیر نغدي مرستې کوي .
د کډوالو وزیر د سرپناه د ستونزې په اړه وویل چې په یوشمېر ولایتونو کې د ځمکو د وېش پروسه جریان لري او حکومت هڅه کوي چې مستحقو کورنیو ته یوه یوه نومره ځمکه ورکړي .
سید حسین عالمي بلخي وویل چې د کډوالۍ په برخه کې له افغان حکومت سره اروپايي ټولنې د شاوخوا ۱۵۰ میلیونه یورو، سعودي عربستان د ۳۰ میلیونه ډالرو، نړیوال بانک د ۱۱۰ میلیونه ډالرو او جرمني د ۱۰ میلیونه ډالرو مرستو ژمنې کړې دي .
د کډوالو وزیر ژمنه وکړه چې د کډوالو د ستونزو په اړه به لازم اقدامات ترسره کړي، هغه د کډوالو را ستنول د هېواد اقتصادي او سیاسي پرمختګ لپاره مهم و بلل او له ټولو کډوالو یې غوښتنه وکړه چې خپله هېواد ته را ستانه شي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










