کابل (پژواک،١١زمرى٩٦): د پوهنې وزارت د "استاد - شاګردي" پروګرام لومړى پړاو ناکام وباله؛ خو ويې ويل چې د دغه پروګرام په دويم پړاو کې اصلاحات راغلي او ټاکل شوې ده چې په درې راتلونکو کلونو کې يو ميليون کسان تر خپل پوښښ لاندې راولي.
په دغه پروګرام کې نارينه ځوانانو او زلميانو ته چې د موټر، برېښنا او ماشين د تخنيک په برخو کې کار کوي او دغه راز نجونې او مېرمنې چې د خياطۍ او سينګار په برخو کې کار کوي او عمرونه يې له ٢٥ کالو ډېر نه وي، په اړوندو برخو کې عملي او نظري زده کړې ورکول کېږي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، د "استاد - شاګردي" لومړى پروګرام، درې کاله وړاندې له کابل او مزارشريف څخه پيل شو؛ خو د هدفي ګروپونو نه پېژندلو، د خصوصي سکتور نه ملګرتيا، د زده کوونکو په ټاکلو کې د دغه وزارت د مسلکي او تخنيکي زده کړو معينيت د چارواکو خنډ جوړونه، د مارکېټ له اړتيا سره سم ښوونيز نصاب نه شتون او د مسلکي تجهيزاتو او مصرفي موادو د نه شتون له امله ناکام شو.
د دغه وزارت د مسلکي او تخنيکي زده کړو مرستيال رحيل محمد فرملي نن د "استاد - شاګردي" د دويم پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې چې د جرمني دولت د پراختيايي پروژې له لوري تمويلېږي، وويل چې د ياد شوي پروګرام په دغه پړاو کې به پخوانۍ تېروتنې تکرار نه شي.
هغه وويل چې دغه پروګرام نن په کابل او بلخ کې په امتحاني ډول پيل شو او راتلونکى کال به ٩ نورو ولايتونو ته هم وغځېږي او له دې لارې به د هېواد په ١١ ولايتونو کې له کابو ٦٠٠زرو تر يو ميليون ځوانان تر پوښښ لاندې راشي.
هغه زياته کړه چې په ٩ ولايتونو کې ننګرهار، پکتيا، کندهار، باميان، بغلان، جوزجان، سرپل، تخار او کندوز شامل دي.
هغه دغه راز وويل چې په دې پروګرام کې ٧٠سلنه پر نظري درس تمرکز وي او په محتوا کې يې د تخنيکي او مسلکي د رسمي زده کړو د درې کلنې دورې د ښوونيزو ټولګيو نصاب رعايت شوى دى.
هغه زياته کړه چې د پروګرام د ګډونوالو لپاره په اونۍ کې درې ورځې او وروسته له وخته تدريس کېږي.
په زيربينايي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار همايون قيومي د "استاد - شاګردي" پروګرام مهم وباله او زياته يې کړه چې دغه پروګرام د ځوانانو او زلميانو د تخنيکي او مسلکي وړتياوو په لوړولو کې واقعي مثبت بدلون رامنځ ته کړ.
د هغه په وينا، دغه پروګرام ځکه په لاره اچول کېږي، هغه زلميان او ځوانان چې د کار په مارکيټ کې کار کوي، د خپل مسلک په برخه کې په تيوري ډول نه پوهېږي او د نوې ټکنالوجۍ امکانات په واک کې نه لري.
هغه وويل، کله چې ځوانان د "استاد - شاګردي" پروګرام څخه په منظمه توګه استفاده کړي، د ١٢ ټولګي او مسلکي دوه شهادت نامې ترلاسه کوي، چې د هېواد د اقتصاد په وده کې اغيزمن تمامېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










