منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۰ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نابينا زده کوونکو د پوهنې وزارت دوى ته په نه پاملرنې تورن کړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل(پژواک،١١زمرى٩٦): د کابل د نابينايانو ليسې د کتابتون د پرانيستلو پرمهال د دغه ښوونځي زده کوونکو د پوهنې وزارت، د دوى ستونزو ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي چې د دوى يوازې شل سلنه کتابونه د نابينايانو په ځانګړي خط برابر شوي دي.

 دغه کتابتون نن د نابينايانو لپاره د ځانګړو کيسو او مطالبو د ١٢٠ ټوکه کتابونو او له ٣٠ ټوکه ډېروغږيزو کتابونو او د ساتېريو وسايلو په درلودوسره په يو لړ مراسمو کې چې د پوهنې وزارت يوشمېر چارواکو په کې ګډون درلود پرانيستل شو.

د کابل د نابينايانو د مسلکي ليسې د دوولسم ټولګي يوه زده کونکي حسيب الله د دغه کتابتون له جوړېدو څخه د هرکلي ترڅنګ وويل چې د وخت په تېرېدو سره د دغه ښوونځي د زده کوونکو ستونزې زياتې شوې دي.

 د هغه په وينا، د نورو ښوونځيو په پرتله د درسي مضامينو ډېروالى، د منظم درسي نصاب نه شتون، په بريل خط( د نابينايانو پر ځانګړي برجسته خط) د ليکل شويو کتابونو نه شتون، د بريل ټايپ دستګاوو نه شتون، هغه مهمې ستونزې دي چې د کابل د نابينايانو د مسلکي ليسې زده کوونکي ورسره مخ دي.

 حسيب الله زياته کړه:" له بده مرغه زموږ يوازې کابو شل سلنه کتابونه په بريل خط دي، په پوره کچه ښوونکي نه لرو؛ ان يو ښوونکى پنځه مضامين تدريس کوي؛ په داسې حال کې چې زموږ  د درسي مضامينو شمېر له عادي ښوونځيو ډېر دى او شمېر يې١٩ مضامينو ته رسېږي چې د هغو زده کول ډېر ستونزمن کار دى."

 د لسم ټولګي زده کونکې مليحې هم وويل:" زموږ ډېر کتابونه په غږېزه توګه برابر شوي؛ په  داسې حال کې چې بايد بريل خط واى څو موږ کولاى شواى چې په اسانۍ سره يې ولولو او زده يې کړو له بده مرغه خپل ځانګړي کتابونه نه شوو پيدا کولاى او د پوهنې وزارت هم دې ستونزې ته رسېدنه ، نه کوي."

دغه راز هغې د پوهنې وزارت تورن کړ چې د زده کوونکو د غرمې ډوډۍ ته پاملرنه نه کوي، زياته يې کړه چې د دوى ډوډۍ، د ډوډۍ  د هغې مينو مطابق نه ده چې مخکې برابره شوې  او کيفيت يې ډېر ټيټ دى.

خو د پوهنې وزارت د مسلکي او تخنيکي تعليماتو مرستيال، رحيل محمد فرملي، د کابل د نابينايانو په مسلکي ليسه کې د اسانتياوو او امکاناتو د کمښت او ستونزو په تاييدولوسره وويل:" دغه کتابتون د هغو کسانو لپاره د حکومت د ژمنو نښه  ده چې نابينايي معلوليت لري."

 هغه وویل چې د پوهنې وزارت د نابينايانو د ځانګړې ستراتيژۍ د جوړېدو لپاره چې په کې دې قشر ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، کار کوي او ټاکل شوې چې دغه ستراتيژي ډېر ژر عملي شي.

فرملي په مرکز او ولايتونو کې د نابينايانو د نويو مسلکي ښوونځيو جوړېدل، په درسي نصاب له سره غور، د ښوونکو زياتېدل او په بريل خط د برابر شويو کتابتونونو جوړېدل د دغې ستراتيژۍ برخه وبلله.

 د پوهنې وزارت د مسلکي او تخنيکي تعليماتو مرستيال دغه راز په ډاګه کړه، ټاکل شوې ده چې د نابينايانو د مسلکي ليسې نوم دغه قشر ته د درناوي له امله د "روښانه زړونو" په نوم بدل شي.

د نابينايانو د ټولنې د مسوولينو د اټکلونو له مخې، په هېواد کې د نابينايانو شمېر کابو ٥٠٠زره تنو ته رسېږي چې تر شل سلنه کم يې د دولتي روزنيز پروګرامونو تر پوښښ لاندې دي.

د پوهنې وزارت وايي چې اوسمهال د دغه وزارت تر پوښښ لاندې، د کابل د نابينايانو د مسلکي ليسې په ګډون، د نابينايانو ١١ځانګړي ښوونځي فعاليت کوي.

په دغه ليسه کې له ٢٠٠ ډېر نابينا کسان زده کړې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه