لښکرګاه (پژواک، ۲۳ زمری ۹۶): د هلمند- کندهار لويه لار په تېرو دوو کلونو کې د پرله پسې جګړو له امله زيانمنه شوې چې له امله يې د موټرو تګ راتګ پرې ستونزمن شوى دى.
د هلمند- کندهار لويې لارې يوه موټر چلوونکي علي جان د زمري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې څه مودې راهيسې دغه لويه لاره ډېره خرابه شوې ده.
هغه وايي: ((لاره ډېره کنډ او کپر شوې موټر پرې تيز تګ نه شي کولاى او بله دا چې د موټر عوارض بېخي ډېر شوي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه لاره شاوخوا پنځوس کيلومتره ده چې بايد حکومت يې د بيارغولو لپاره ژر اقدام وکړي.
دغه راز د دې لارې بل موټر چلوونکي محمد پژواک ته وويل چې دغه لويه لاره د ماينونو د چاودنو له امله خرابه شوې ده.
هغه زياته کړه: ((که دغه سړک ژر جوړه نه شي، نور به هم خراب شي، بيا به يې حکومت هم د جوړولو توان نه لري.))
د هغه په وينا، د همدې خراب سړک له امله هره ورځ ترافيکي پېښې رامنځته کېږي چې له امله یې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوړي.
د دې لارې يو شمېر نورو موټر چلوونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده پژواک ته وويل چې د ياد سړک د خرابوالي په اړه خلکو څو ځلې دوى ته شکايتونه کړي او دوى هم د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکې کړې دي.
هغه وايي: ((د فوايد عامې رياست ته مو په دې اړه څو ځلې وزارت ته مکتبونه لېږلي دي، او ويلي مو دي چې د دغه سړک تر څنګ د ولسواليو سړکونه هم بايد جوړ شي.))
اخندزاده هم ټينګار وکړ چې د يادې لارې د جوړېدو لپاره بايد هر څه ژر تصميم ونيول شي.
د يادو څرګندونو په غبرګون کې د هلمند د فوايد عامې رييس اهل الله عبيدي پژواک ته وويل چې د وروستيو جګړو له امله د هلمند- کندهار د لويې لارې تر څنګ نورې پخې لارې هم خرابې شوې دي.
عبيدي وايي: ((د دغه سړک ترڅنګ موږ ټول څلور سوه کيلومتره پاخه سړکونه درلودل چې جنګونو کې ډېر يې تخريب شوي دي.))
د هغه په وينا، د دغو سړکونو په اړه يې فوايد عامې وزارت ته وړانديزونه لېږلي چې په يوه مياشت کې به يې پايله معلومه شي.
نوموړى وايي چې د ماينونو تر څنګ يو شمېر بار وړونکو موټرو هم د دې لويې لارې په تخريبولو کې رول لوبولى دى.
خو ده وويل چې په دې وروستيو کې يې د لارې په اوږدو کې تله جوړه کړې څو له ټاکل شوې اندازې ډېر بار موټر پرې تګ راتګ ونه کړي.
د يادونې ده، د هلمند، باغران، ديشو، موسى کلا، نوزاد، خانشين او سنګين ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى او د مرکز لښکرګاه د ځينو سيمو ترڅنګ د نادعلي، واشير، مارجې، ناوې، ګرمسير او ګرشک ولسواليو يواځې مرکزونه له حکومت سره دي او پاتې نورې يې له طالبانو سره دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









