منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:52 غ.م
ننوتل
10° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
ټولنهغړي

خوست کې د جاني خېلو له بى ځايه شوو کورنيو سره مرستې وشوې

· 2 دقیقې لوستل · 123 کتنې

خوست ښار (پژواک، ۲۳ وږی ۹۶): خوست ولايت کې د جاني خېلو ولسوالۍ له بې ځايه شوو کورنيو سره نغدي  او د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د خوست والي حکم خان حبيبي د وږي په ٢٣مه د يادې مرستې د وېش پر مهال پژواک اژانس ته وويل چې دا مرسته پر ۱۱۴ هغو کورنيو ووېشل شوه چې د پکتيا له جاني خېلو ولسوالۍ څخه د وروستيو جګړو له امله دغه ولایت ته راکډوالې شوې دي.

نوموړي وويل، په خوراکي توکو کې چې د خوراک نړيوال پروګرام ورکړي، هرې کورنۍ ته۲۰۰ کيلوګرامه اوړه، ۱۴ کيلوګرامه دال، ۱۴ کيلو ګرامه غوړي او ځينې نور خوراکي توکي شامل دي.

والي حبيبي همدارنګه وويل چې پر دې سربېره هرې يوې کورنۍ ته ۱۸زره افغانۍ نغدي مرسته هم ورکړل شوه چې ۱۲زره افغانۍ د نړيوال پيوستون يا Solidarity International او ۶ زره افغانۍ IRC ورکړې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((تېر ځل مو د جاني خېلو ولسوالۍ له ۱۱۱ بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته کړې وه او دا ځل مو بيا هم له ۱۱۴ کورنيو سره مرسته وکړه.))

د خوست د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس محم هاشم حليم وايي چې دوی تر اوسه پورې په خوست کې ۱۸ سوه کورنۍ سروې کړې چې له دې ډلې يواځې څه باندې دوه سوه د جانې بې ځايه شوې کورنۍ پېژندل شوې دي.

هغه زياته کړه: ((لا هم زموږ ټيمونه په مرکز او ځينو نورو سيمو کې پر سروې بوخت دي او پاتې کورنيو ته به هم نغدي او د خوراکي توکو مرستې ور ورسوي.))

د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي محمد نصير چې ياده مرسته يې ترلاسه کړه، پژواک اژانس ته وويل چې له يادې ولسوالۍ راکډوال شوي لومړنيو خوراکي او غير خوراکي موادو ته جدي اړتيا لري.

هغه زياته کړه: ((موږ له دولت او مرستندويه ادارو مننه کوو چې زموږ لاسنيوی يې وکړ، خو په دې مرسته زموږ ټولې ستونزې نه هوارېږي او د دوامداره مرستو په هيله يو.))

په تېر جولای میاشت کې د جاني خېلو ولسوالۍ مرکز د ډله ييزو بريدونو له کبله دوه ځلې د طالبانو په لاس سقوط شو چې له امله يې سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې.

د مسوولينو په وينا، له يادې ولسوالۍ څخه ډېری بې ځايه شوې کورنۍ د پکتيا مرکز ګردېز، د پکتيا څمکني ولسوالۍ او خوست ته کډه شوې دي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

محمد هارون
پېژندپاڼه او ټول راپورونه

اړوند خبرونه

ټول ټولنه
ټولنه

اسلام‌اباد کې د ورځپاڼو وېش درېدلی؛ رسنيز فعالان: د پاکستان رسنۍ د سقوط له حالت سره مخ دي

ټولنه

د کابل په پغمان کې نږدې ۱۲۲ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه

ټولنه

ملګري ملتونه: راروان ژمی به په افغانستان کې څه باندې ۱۹ میلیونه خلک د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي

ټولنه

د ا.ا د مشر فرمانونو په اړه د څلور زره کسانو په ګډون لوی کنفرانس جوړېږي

ټولنه

د شیخ زاید ښارګوټي د اپارتمانونو مالکان د قسطونو تحویلۍ ته وروستی فرصت غواړي

ټولنه

د جلال‌باد د انګورباغ د ځمکې په تړاو د سترې محکمې وضاحت

ټولنه

کابل کې د «صنایع سبز» صنعتي ښارګوټي پانګه‌والو ته د کور او ښار جوړولو وزارت خبرداری

ټولنه

بلخ کې ۲۵۰ جریب ځمکه امارتي ثابته شوه