منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۱ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د استاد شپون جنازه په لغمان کې خاورو ته وسپارل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢٤ وږى ٩٦): د  داستاني ادب د نامتو لیکوال، شاعر او ژورنالېست استاد سعد الدین شپون جنازه نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سرخکانو په سیمه کې د ارواښاد محمد حسن کاکړ د مزار تر څنګ خاورو ته وسپارل شوه.

استاد شپون څو ورځې مخکې د امريکا په يوه روغتون کې د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شو او مړی يې نن سهار له امريکا کابل او بيا لغمان ته ولېږدول شو.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د استاد د جنازې په مراسمو کې د لغمان او ننګرهار د ولایتي ادارې پر رهبرۍ سربېره د  کابینې یو شمېر غړو، د ولسمشر سلاکارانو، د استاد  شپون د کورنۍ غړو د لغمان په ګډون د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د پوهنتونونو استادانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو، خبریالانو، ګڼ شمېر دیني علماوو، مشرانو، ځوانانو او عامو اوسېدونکو ګډون درلود.

نوموړي زياته کړه چې د جنازې او تدفین د مراسمو پر مهال د ولسمشر فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د ولسمشر اشرف غني پیغام ولوست چې په کې د استاد کورنۍ ته د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پر مراتبو سربېره پښتو ادب او فرهنګ ته د استاد شپون د کړو خدمتونو یادونه هم شوې وه.

ورپسې د لغمان ولایت مرستیال الحاج شهزاده مظلومیار د ولایتي ادارې، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي او د لغمان د خلکو په استازیتوب د خپلو خبرو پر مهال د ارواښاد کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او ټولو فرهنګیانو ته د ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل او استاد سعدالدین شپون یې د داستاني ادبیاتو، ژورنالېزم او فرهنګ په ډګر کې د ستر علمي شخصیت په توګه یاد کړ.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر پوهاند محمد رسول باوري د حکومت او فرهنګیانو په استازولی او د دې تر څنګ استاد حبیب الله رفېع په وار سره په خپلو خبرو کې د ارواښاد شپون په ادبي او فرهنګي ژوند او پښتو ادب ته د هغه پر کړو خدمتونو لنډې خبرې وکړې.

دغه راز د ملي راډیو ټلوېزیون عمومي ريیس محمد زرین انځور د ارواښاد سعد الدین شپون ژوندلیک ولوست چې په کې د نوموړي د ژوند تر څنګ پښتو ادب او فرهنګ ته د هغه له کړو هڅو او فعالیتونو څخه یادونه شوې وه.

په پاى کې د ارواښاد سعدالدین شپون د کورنۍ په استازیتوب د هغه ورور صلاح الدین شپون په خپلو خبرو کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د استاد شپون د تدفین د مراسمو په اړه د ټاکل شوي کمېسیون او د لغمان ولایت له مشرتابه او ولسونو مننه وکړه چې د هېواد د دې سترې هستۍ د تدفین په مراسمو کې یې منډې ترړې وهلې او زیار یې ایستلی و.

د یادونې ده، ارواښاد استاد سعدالدین شپون چې له اره د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی و، په ۱۳۱۱ هـ ش کال یې د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور