منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۹ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نيمروز کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره تاسيسات جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۴ کتنې

زرنج (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٦) : د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې له ايران څخه راستنېدونکو کډوالو لپاره په نيمروز ولايت کې د نږدې ٣٥٠ ميليونه افغانيو په لګښت تاسيسات جوړېږي.

د دغه وزارت رسنيز سلاکار حفيظ احمد مياخېل د ليندۍ په ٦ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،   ددغو تاسيساتو د جوړولو لپاره يې ٥ ميليونه امريکايي ډالر ځانګړي کړي دي.

هغه زياته کړه، هره ورځ له ايران څخه د نيمروز ولايت له لارې سلګونه افغانان هېواد ته راستنېږي، خو هلته ديوې يا څو شپو  تېرولو لپاره يې ځاى نه درلود.

د نوموړي په وينا، په دې اړه يې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمشنرۍ او ځينو نورو مرستندويه ادارو سره ناستې هم کړې دي.

د نيمروز ولايت د کډوالو چارو رييس حاجي ګل صافي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې د ورېښمو پول له لارې له ايران څخه نيمروز ته د افغان کډوالو راتګ زيات شوى دى.

خو هغه زياته کړه، په دغه ولايت کې د کډوالو د اوسېدو او يا يوې شپې تېرولو لپاره هېڅ ډول اسانتيا نشته.

صافى وايي، اوس ورته ورېښمو پول سره نږدې ١٣ بسوې ځمکه ځانګړې شوې، څو ورته تاسيسات جوړ شي، خو ده وويل چې پر دې ځمکې د کورنيو چارو او ماليې وزارتونو لانجه ده.

هغه هيله څرګنده کړه چې دا لانجه ژر  هواره شي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کډوال