منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۱ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په دولتي بنسټونو کې د مېرمنو شتون زيات شوی”

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

کابل(پژواک،۱۳لیندۍ۹۶): د ښځو چارو وزارت مرستیاله وایي چې په دولتي ارګانونو په ځانګړې توګه د تصميم نیونې په کچه د مېرمنو شتون په نسبي ډول ۲۲سلنه زيات شوی دی، خو تر اوسه په دې برخه کې ډېرې ننګونې شته.

د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالې، نبیلې مصلح نن په کابل کې " په افغانستان کې په کاري چاپېريال کې د وړتيا لوړېدو لپاره غوره ‌طريقې " تر عنوان لاندې ناسته کې چې په کابل کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې(USAID) په همکارۍ جوړه شوې وه، په دولت کې د ښځو د رول په اړه خبرې وکړې.

نوموړې زیاته کړه:" په دولتي ادارو کې د ښځو شتون ۲۲سلنه ډېر شوی  په داسې حال کې چې د ښځو چارو وزارت پروګرام دا و چې سږکال دغه زیاتوالی ۳۵سلنې ته ورسېږي."

د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیالې په دولتي ارګانونو کې د ښځو د رول او شتون پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل:" هېڅ هغه ټولنه پوره هوساینې ته نه شي رسېدای، چې ښځې ګډون په کې ونه لري او یا یې ګډون پیکه وي."

نبیلې مصلح وویل چې ټاکل شوې ده چې په راتلونکې کال کې په دولتي ادارو کې د مېرمنو د شتون د پراختیا او د دوی د اقتصاد د ښه کېدو لپاره پراخ پروګرامونه، په ځانګړې توګه د ښځو چارو وزارت له خوا عملي شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خصوصي برخې د انکشاف مرستیال فیروزخان مجیدي چې په دې ناسته کې یې ګډون درلود وویل چې په تېرو څو کلونو کې مېرمنو په خصوصي برخه کې فعاله ونډه درلودلې ده.

د هغه په وینا، اوسمهال په هېواد کې له ۵۰۰ډېر واړه او لوی تجارتي شرکتونه د مېرمنو له خوا اداره کېږي.   

مجید وویل ،  د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چمتو دی چې د ښځو لپاره لا ډېرې تجارتي اسانتیاوې برابرې کړي او له هغوی سره په سوداګریزو چارو کې د پانګونې لپاره همکاري وکړي.

د امریکا د نړیوال انکشاف ادارې "په اقتصاد کې د ښځو د پروژې" د پروګرام"Promote "  مسوول، میشل مورګان وویل چي دغه اداره په کاري چاپېریال کې د ښځو له ځورولو سره د مبارزې لپاره له هڅو او جنسیتي برابرۍ څخه ملاتړ کوي.

هغه وویل:" که چېرې بشري سرچینې رڼې وي، کار کوونکي هڅول کېږي او لاسته راوړنه لري او دا، د ادارې او دغه راز د پانګونې د ګټور توب لپاره مهمه ده."

د امریکا د نړیوال انکشاف ادارې د دغه چارواکي په خبره، د کورنۍ اقتصاد د یوې ټولنې د اقتصاد بنسټ دی او که یوه مېرمن له اقتصادي پلوه توانمنده وي، کورنۍ یې هم توانمنده کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې