کابل (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٦): د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړولو په برخه کې د ځوانانو رول اغېزناک بولي او وايي، سولې ته د رسېدو لپاره تر ټولو غوره لار مدني خوځښتونو ته ورګرځېدل دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستيال سيد فاضل سانچارکي، نن د (د افغانستان او پاکستان ځوان سفيران) تر نامه لاندې غونډه کې چې د (افغانستان ميډيوټيک) بنسټ له لوري د دواړو هېوادونو د شاوخوا ٢٠٠ ځوانانو په شتون کې په کابل کې ترسره شوه، وويل چې سولې ته د لاسرسي او ګواښونو څخه د وتلو لپاره بايد له مدني، انساني او اسلامي کړنلارو ګټه پورته شي.
نوموړي زياته کړه، ځوانان د سولې د سفيرانو په توګه کولى شي د دواړو ملتونو ترمنځ پخوانيو فرهنګي او تاريخي اړيکو ته په پام سره د سولې او همپالنې په برخه کې غوره رول ولوبوي.
د هغه په وينا، د افغانستان او پاکستان ځوانان د دې خبرې په پوهېدو سره چې د دواړو لوريو اوسېدونکي مسلمانان دي، نو له منطقي لارو بايد د ستونزو د حل لپاره په ګډه کار وکړي.
هغه وويل: "موږ د خپل دين د مدني او انساني قرائتونو پر ځاى د تاوتريخوالي قرائتونو ته ولې لومړيتوب ورکوو؟"
د سانچارکي په خبره، ناسمې کړنې د دې لامل شوې چې د افغانستان او پاکستان په اړه د نړيوالو ليدلورى له کرکې ډک شو، په دغه برخه ټول په ځانګړي ډول ځوانان دا مسووليت لري، چې د څو برمته کوونکو او انسان تښتوونکو له منګولو ديني ارزښتونه راوباسي.
هغه وويل: "د افغانستان او پاکستان ملتونه له يوه بل سره هيڅ ستونزه نه لري او داسې له يوه بل سره تړلي پاتې شوي او دومره ژورې ريښې لري، چې هيڅ څه هم دا ملتونه نه شي سره جلا کولى، خو د ناسمو سياستونو سيورى موږ له يوه بله سره جلا کولى شي."
نوموړي زياته کړه: "موږ اوس په خاصو شرايطو کې يو، چې افغانستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهيسې تر يرغل، ګواښ، جګړې او نا امنيو لاندې دى، د پرديو ښکاره او ناښکاره لاسونو همېشه ډېرې ستونزو او لاسوهنو ته لمن وهلې ده."
د افغانستان د ميډيوټيک پروګرامونو مسوول حميد ځاځي په دغې ناسته کې وويل، کابل او اسلام اباد له ګډو ستونزو ځوريږي او اوس هم د يادو ستونزو د له منځه وړلو لپاره فرصتونه شته.
هغه زياته کړه: "دواړه هېوادونه کولى شي، د باور فضا په رامنځته کولو او له ډيپلوماټيکو لارو چارو څخه د ستونزو لپاره حل لاره پيدا کړي او د ورته ناستو په ترسره کولو سره به هم د دواړو هېوادونو اړيکې اغېزناکې وي."
يوه پاکستاني ځوان جاوېد احمد په دغه ناسته کې وويل: "له ډېرو کلونو راهيسې دواړه مسلمان هېوادونه له يوه بل سره ډېرې سياسي ستونزې لري، دا ډول اړيکې له دې ډېرې بايد دوامدارې نه شي، موږ ځوانان هڅه کوو، چې اړيکې بايد ښې شي چې په پايله کې يې هم افغانستان او هم پاکستان همېشنۍ سولې ته لاره ومومي."
يوې افغانې پېغلې نسرين حسيني وويل، افغانان له جګړې ستړي شوي او د دواړو هېوادونو ځوانان له ناوړه وضعيت او ناکامه سياستونو ډېر رنځيږي.
هغې وويل: "موږ پاکستان او پاکستان موږ ته اړتيا لري، له پاکستان سره زموږ مشترکات د سولې په برخه کې ډېره لاره هوارولى شي او که چېرې هم دغو مشترکاتو ته پام وشي؛ نو موږ به همېشنۍ سولې ته لاره ومومو."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










