جلال اباد (پژواک، ۲۹ ليندۍ ۹۶): د ورېښمو لار او افغانستان په نوم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د دوه ورځني علمي او څېړنيز نړيوال کنفرانس دويمه ورځ په جلال اباد ښار کې ترسره شو.
په دغه کنفرانس کې د اطلاعاتو او فرهنګ پر سرپرست وزير او افغان ليکوالانو او اديبانو سربېره د کوزې پښتونخوا او کوېټې ليکوالانو او ادب پوهانو هم برخه اخيستې وه.
دغه کنفرانس چې د ليندۍ په ۲۹مه د جلال اباد ښاروالۍ په مېلمستون کې جوړ شوی و، په لومړۍ برخه کې يې د مسوولينو ويناوې او دويمه برخه يې د ليکوالانو مقالو ته ځانګړې شوې وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست پوهاند رسول باوري وويل، د ورېښمو لار د ننګرهار په منځ کې تللې، خلکو يې هم غوښتنه کړې او اوس هم ننګرهار د سوداګرو د تګ راتګ لوى دهلېز دى؛ نو ځکه يې د دغه کنفرانس دويمه ورځ دلته برابره کړه.
هغه زياته کړه، ننګرهاريان فرهنګيان دي او هيله يې څرګنده کړه چې بايد فرهنګ زېږوونکي هم شي او د فرهنګ په برخه کې نوې پنځونې وکړي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، که د ورېښمو لار جوړه او دغه پروژه عملي شي؛ نو شپېته هېوادونه به سره وتړل شي او دغه هېوادونه به د يو نړيوال کلي رښتينى تصوير پيدا کړي.
دى وايي، دغه لار به افغانستان د پرمختګ لامل شي او افغان سوداګر، اديبان، پوهان او نور قشرونه به له نړۍ سره تر وصلېدو وروسته په خپلو برخو کې لا پرمختګ وکړي.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اجمل عمر وويل، د ورېښمو لار د نورو هېوادونو په ګټو کې افغانان شريکوي او د اقتصاد د پياوړتيا سبب کېږي.
د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند بشير دوديال وايي، د ورېښمو لار دوه زره کاله مخينه لري او د مغلستان د وخت د حاکم چنګيز خان د غلطې پرېکړې او اقدام له امله ياده لاره وېجاړه شوه.
په کوېټه کې د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې مشر ډاکتر برکت شاه کاکړ غونډې ته وويل چې د دغې لارې له بیا جوړېدو سره به اسيا له اروپا سره وصل کړي او هم به د سيمې د اقتصادي وضعيت د ښه والي سبب شي.
د يادولو ده، د ورېښمو لار په تړاو د دغه کنفرانس لومړۍ ورځ پرون په پلازمېنې کابل کې جوړه شوې وه چې ورته ګڼ شمېر کورني او بهرني اديبان او پوهان ورغلي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










