هرات (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): د هرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست چارواکي، له ايران څخه د افغان کډوالو له راشړلو څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د اسلام کلا په بندر کې هره ورځ شا وخوا ٥٠ ماشومان له ايران څخه راشړل کېږي.
د هرات ولايت د کډوالو چارو ادارې مشر جاوېد نادم وويل چې اوسمهال له ايران څخه هره ورځ شاوخوا ١٥٠٠ کسان راستنېږي چې ډېرى يې په اجباري او يو شمېر يې په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.
نوموړي زياته کړه، د راشړل شوو کسانو په ډله کې ماشومان، بې سرپرسته ښځې، په نشه يي توکو روږدي کسان او سپين ږيري شامل دي.
د هرات ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې مشر په وينا، د اسلام کلا پوله نهه مياشتې د راستنېدونکو پر مخ تړلې وه، خو له تېرو درېيو مياشتو راهيسې پرانيستل شوې چې اوسمهال هره ورځ ١٥٠٠ افغان کډوال له دې لارې راشړل کېږي.
نوموړي د ماشومانو د را شړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې دغه ماشومان له اووه تر ١٧ کلونو پورې عمرونه لري.
ورته مهال د هرات ولايتي شورا غړي توريالي طاهري له ايران څخه په زوره د افغان ماشومانو پر راشړلو نيوکه وکړه او له حکومت يې وغوښتل، څو دغه ستونزه له ډيپلوماتيکو لارو چارو حل کړي.
هغه وويل: "که څه هم تر اوسه پورې د کډوالو او راستنېدونکو رياست له لوري له موږ سره د ماشومانو د راشړل کېدو په اړه شته ستونزه نه ده شريکه شوې، خو بيا هم د ماشومانو راشړل د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژمنو خلاف کار دى."
خو د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې سيمه ييزې ادارې له ايران څخه په زور د افغان کډوالو د را شړلو موضوع له ايراني چارواکو سره شريکه کړې چې تر اوسه په دې برخه کې پرمختګ نه دى تر سترګو شوى.
نوموړي زياته کړه: "دغه موضوع له ډيپلوماتيکو لارو او کمېټو له لوري شريکه شوې، هيله من يو چې ايران لورى د ماشومانو او ښځو راشړلو مخه ونيسي."
هڅه مو وکړه چې له ايران څخه د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د ماشومانو او ښځو د راشړلو په اړه په هرات کې د ايران کنسلګرۍ نظر هم له ځانه سره ولرو، خو په دغه ولايت کې د ايران کنسلګرۍ چارواکي خبرو ته چمتو نه شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










