منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

يونيسف د افغانستان له پوهنې سره ٤٨ ميليون ډالره مرسته کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٦): د هېواد د ښوونيز نصاب د پياوړي کولو په موخه د ملګرو ملتونو سازمان د کوچنيانو د وجهي صندوق (يونيسف) له لوري د افغانستان له پوهنې وزارت سره ٤٨ ميليون ډالره مرسته کېږي.

دغه هوکړه ليک نن د پوهنې وزارت د سرپرست او کابل کې د يونيسف استازي ترمنځ لاسليک شو.

د پوهنې وزارت سرپرست محمد ابراهيم شينواري د ياد هوکړه ليک له لاسليک وړاندې وويل، ټاکل شوې چې د يونيسف له لوري ياد اعلان کړل شوې مرسته د ٢٠١٨ او ٢٠١٩ کلونو کې د پوهنې وزارت د څو عمده برخو د پياوړتيا او پرمختګ په برخو کې ولګول شي.

د هېواد د پوهنې وزارت دغه لوړپوړي چارواکي زياته کړه: "په يادو برخو کې د ستراتېژۍ او پاليسۍ له ترتيب، د ظرفيتونو لوړول، د ښوونيز نصاب پراختيا او او باکيفيته زده کړو ته د هېواد د ماشومانو لاسرسى شامل دي."

نوموړي زياته کړه، د يادو مرستو بله موخه له ښوونځيو د محرومو نجونو او هلکانو روزنه ده، چې د علمي ستراتېژۍ او پاليسۍ د پرمختګ او د ښوونيزې څارنې په برخه کې راپور کې شامليږي.

د پوهنې وزارت سرپرست زياته کړه: "با کيفيته زده کړو ته د افغان ماشومانو د لاسرسى، د ټولنيز خوځښت د لسګونه زره کسانو د ظرفيت لوړول، له ښوونځي وړاندې د زرو درسي ټولګيو رامنځته کول، د سيمه ييزو چټکو روزنو د اووه زره ټولګيو رامنځته کول، د يادو سيمه ييزو ټولګيو لپاره د اووه زره مسلکي ښوونکو روزنه، ١٥٠٠ ښځينه ښوونکو ته د تحصيلي بورسونو چمتو کول، له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي پورې د يو ميليون زده کوونکو لپاره د درسي وسايلو چمتو کول او د ١٢٠ زره هلکانو او نجونو زده کوونکو لپاره د دوامداره او باکيفيته ښوونيزو فرصتونو رامنځته کول شامل دي."

په افغانستان کې د يونيسف موسسې مسوولې مېرمن اديل خُدر له پوهنې وزارت سره د مرستې کولو په اړه خوښي څرګنده کړه او هغه يې د ياد وزارت د پياوړي کولو او پرمختګ په برخه کې ستر ګام وباله.

نوموړې د ياد وزارت لاسته راوړنې وستايلې او ژمنه يې وکړه چې له ياد وزارت سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړې په هېواد کې د ښوونې او روزنې د وضعيت له ښه والي خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، پر ښوونکې او روزنې پانګونه کول ډېرې غوره پايلې درلودلى شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه