کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٦): پاکستان د وزيرانو کابينې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده يوه مياشت نوره وغځوله.
په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ٢٠١٧ زېږديز کال د ډسمبر مياشتې په ٣١مه پاى ته رسېدلې وه.
د پاکستان د ملي راډيو راپور له مخې، تېره ورځ د لومړي وزير شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د کابينې په غونډه کې د افغان کډوالو پر موضوع بحث وشو.
سرچينې زياته کړې، له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو تر يوې بلې مياشتې پورې وغځول شي.
دغه راز د پاکستان کابينې دا پرېکړه هم وکړه چې د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ژر تر ژره ستنولو لپاره به له نړيوالې ټولنې سره دا موضوع راپورته کوي.
د راپور له مخې، په کابينه کې دا هم وويل شول چې پاکستان له ډېرې مودې راهيسې د افغان کډوالو بوج پورته کړى او اوس د دې وخت را رسېدلى چې دوى خپل هېواد ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې يو ميليون او ٦٠٠ زره راجستر شوي او شاوخوا ٧٠٠ زره غير راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي چې اوس ددوى د راجستر کولو پروسه هم روانه ده او سلګونه زره يې راجستر شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره مياشت پژواک ته ويلي وو چې پاکستان د يوه بل کال لپاره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو هوکړه کړې ده.
د دغه وزارت رسنيز سلاکار حفيظ احمد مياخېل ويلي وو، پاکستان دغه هوکړه په ترکيه کې د درې اړخیز کمېسیون په ٢٩مې غونډه کې کړې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفيظ احمد مياخېل زياتوي چې په دې درې اړخيزه غونډه کې يو سند هم لاسليک شو چې له مخې به يې پاکستان تر راتلونکي يو بل (٢٠١٨ کال د ډسمبر ۳۱مه) کال پورې د افغان کډوالو د اوسېدو د نېټې له غځولو سره موافقه وکړه.
login or register a new account.