جلال اباد (پژواک، ٧ سلواغه ۹۶): د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير وایي چې په هېواد کې ناخوالو ته په کتو دې د عدم تشدد د سرلاري فخر افغان پاچا خان افکار او خبرې دې د پوهنې وزارت له لوري په نصاب کې شاملې شي.
پوهاند رسول باوري دا څرګندونې د سلواغې په ۶مه جلال اباد کې د خان عبدالغفار خان د دېرشم تلین نمانځغونډه کې وکړې.
په دې نمانځغونډه کې د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو استادانو او د پښتو ادب له لیکوالانو سربېره د کوزې پښتونخوا ليکوالو، شاعرانو، د خان د فلسفې لارويانو او د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر هم ګډون درلود.
غونډې ته د وينا پرمهال د اطلاعات و کلتور سرپرست وزیر پوهاند رسول باوري د پښتنو د ويښتابه او يووالي لپاره د ارواښاد پاچا خان نه ستړې کېدونکې هلې ځلې نه هېرېدونکې وبللې.
هغه د پوهنې وزارت له مسوولینو غوښتنه وکړه چې شرایطو ته په کتو د پاچا خان افکار دې په ښوونیز نصاب کې شامل شي.
بله خوا د ننګرهار والي د فخر افغان باچاخان وروستی وصیت د هغه د نورو کارنامو ترڅنګ یوه ستره کارنامه یاده کړه چې د پښتون قوم د یووالي لپاره یې جلال اباد ښار له مرګه وروسته خپل ځای انتخاب کړ.
ګلاب منګل ډاډ ورکړ چې دا خبره يې له ياده نه ده وتلې او لوړو مقاماتو ته يې ویلي او ژر ده چې د ارواښاد نیمګړی مزار ورغول او بشپړ شي.
له کوزې پښتونخوا راغلي د خان عبدالغفارخان لاروي شمس بونيری وويل، چې په دې نمانځنه کې یې د ګډون موخه ځوان نسل د پاچا خان له هڅو، او فلسفې خبرول دي چې د پښتون او افغان قوم د یووالي لپاره یې ګاللي دي.
دغه راز د کوزې پښتونخوا يو بل ليکوال ډاکټر سهيل خان ګيله وکړه چې پاچا خان له مرګه پس ننګرهار خپل مسکن غوره کړی، خو تر اوسه يې مقبره ونه رغول شوه.
د عدم تشدد سرلاري ملي مبارز خان عبدالغفار خان د ملك بهرام خان زوى په قوم محمدزى، په ۱۸۹۰ زېږديز کال كې د پښتونخوا د هشنغر د اتمانزو په كلي كې زېږيدلى او په كال ۱۹۸٨ زېږديز کال كې د ۹۷ كلونو په عمر په پېښور كې ومړ، چې مړی یې په جلال اباد ښارکې خاورو ته وسپارل شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










