ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څه باندې زر مېرمنې په بلخ کې د ليک لوست له کورسه فارغې شوې

څه باندې زر مېرمنې په بلخ کې د ليک لوست له کورسه فارغې شوې

author avatar
3 Mar 2018 - 16:07
څه باندې زر مېرمنې په بلخ کې د ليک لوست له کورسه فارغې شوې
author avatar
3 Mar 2018 - 16:07

مزارشريف (پژواک، ١٢ کب ۹۶): په بلخ ولايت کې ۱۰۴۱ مېرمنې د ليک لوست زده کړې له نهه مياشتنۍ دورې فارغې شوې.

د دغه ولايت د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د روان کال تر پايه به په دغه ولايت کې ۲۱زره سړي او ښځې د سواد زده کړې له کورسونو فارغ شي.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې هغو مېرمنو ته د بريليکونو د ورکړې لړۍ پيل شوه چې تازه په دغه ولايت کې د سواد زده کړو له روزنيزې دورې فارغې شوې دي.

د دغو مېرمنو  د ۹ مياشتو په موده کې ورته  د اسلامي هوساينې (اسلاميک ريليف)  نړيوالې موسسې له خوا د ليک لوست د زده کولو زمينه برابره شوې وه.

د يادې موسسې د څار مدير ميرويس فاضل د کب په ۱۲مه په مزارشريف کې په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وويل چې د دې روزنيزې لړۍ په اوږدو کې ټولې ګډون کوونکې مېرمنې پر ليک او لوست برلاسې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې په ياده روزنيزه دوره کې ډېری ګډون کوونکې مېرمنې د جنګ ځپلو سيمو وې چې دوی د ليک لوست د زده کړو تر پوښښ لاندې نيولې وې.

د هغه په وينا، دغه مېرمنې اوس د لوحو، ليکونو او د دعوت کارتونو د لوستلو پوره توانايي لري.

۴۰ کلنه فوزيه  د مزارشريف اوسېدونکې ده چې نهه مياشتې د ليک لوست پر زده کړه مصروفه وه.

هغې په داسې حال کې چې د تور ټيکري پېڅکه يې خولې ته نيولې پژواک خبري اژانس ته يې وويل: ((له ډېرو مشکلاتو سره مخ وم، د ټيلېفون شمېره به مې نه شوای ډايلولای، د ډاکتر معاينه خانې لوحه مې نه شوای لوستلی، بېخي لکه ړنده داسې وم؛ خو اوس مې دا ټولې ستونزې حل شوې دي او ليک لوست کولای شم.))

نوموړې وايي چې پخوا به يې ان اولادونه هم له مشکل سره مخ وو او په کور کې به څوک نه وو چې له هغوى سره د ښوونځي د کورنۍ دندې په برابرولو کې مرسته وکړي.

فوزيې په خندا کې وويل چې اوس له خپلو اولادونو سره د مکتب په درسونو کې د يوې ښوونکي په څېر چلند کوي او مرسته ورسره کوي.

هغه اوس غواړي چې د حياتي سواد په لړۍ کې شامله شي او له هغې څخه تر فراغت وروسته نورو مېرمنو ته د زده کړو په برابرولو کې مرسته وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.