منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۹ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پاکستان یو ځل بیا کونړ ۱۱۰ توغندي ویشتلی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۹ کتنې

اسعداباد (پژواک، ٢ ورى ٩٧): چارواکي وايي چې پاکستاني ځواکونو له پرون راهيسې پر کونړ ولايت ١١٠ توغندي توغولي دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند فريد دهقان د وري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريدونه پرون پيل شوي او اوس هم دوام لري.

هغه زياته کړه چې د پاکستاني ځواکونو له خوا توغول شوي توغندي او د توپ مرمۍ پر دانګام او شلطن ولسواليو لګېدلي دي.

د دهقان په وينا، په دغو بريدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو يو کور ويجاړ او يو شمېر څاروي مړه شوي دي.

د يادونې ده، تېره مياشت د ملي دفاع وزارت ويلي وو چې دوى خپلو ځواکونو ته د ځوابي اقدام امر کړى دى.

پاکستاني ځواکونو له تېرو څو کلونو راهيسې پر کونړ ولايت بريدونه کوي چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه