منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له بدخشانه د بهرنيو سيلانيانو د ليدنې کچه لوړه شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

فيض اباد (پژواک، ٢١ ورى ٩٧): په بدخشان ولايت کې دولتي چارواکي وايي چې تېر کال شاوخوا ١٤زره کورني او بهرني سيلانيانو د دغه ولايت له توريستي سيمو ليدنه کړې او د بدخشان پامير ته د نړيوالو سيلانيانو شمېر مخ پر لوړېدو دى.

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور مشر نقيب الله ثاقب يار پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ١٣٩٦ کال کې ١٤زره کورني او بهرني سيلانيان د بدخشان پامير او نورو توريستي سيمو ته تللي چې له دې ډلې يې ١٣٦ بهرنيان دي.

نوموړي زياته کړه چې د بدخشان له منظرو د بهرنيو سيلانيانو ليدنې د تېر کال په پرتله مخ پر لوړېدو دي.

د یادو سيلانيانو ډېره برخه د امريکا، اېټاليا او جرمني اوسېدونکي دي.

په بدخشان کې د اغا خان دفتر مسوول ډاکتر شمس علي شمس وويل چې له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره د دوى د هوکړې له مخې د بدخشان د واخان سيمې توريستي سيمې چې د جګړې په کلونو کې هېرې شوې وې، بېرته رغول شوې او په همدې موخه يې د سياحت صنعت د ښه کېدو لپاره کار کړى او د واخان بېلابېلو ولسواليو کې يې مېلمستونونه جوړي کړي چې د دې ولسوالۍ چشمه ګرمي سيمې ته نږدې موقعيت لري. د دې تر څنګ يې د سيلانيانو لپاره عصري حمامونه هم برابر کړي دي.

هغه زياته کړه: ((د اغا خان دفتر د سيمې له ګڼو هېوادونو سره د پراخو اړيکو له مخې د بدخشان پامير نړيوالو ته معرفي کړى او د اطلاعاتو او کلتور له رياست سره يې په ګډه د هغه رياست ګرځندوى برخه کې موثر او ډېر فعاليتونه ترسره کړي دي.))

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوى امر صديقي لعلزاد پژواک ته وويل چې په ١٣٩٦ کال کې د واخان او اشکاشم ولسواليو اوسېدونکو د ګرځندوى له مدرکه شاوخوا دوه سوه زره امريکايي ډالرعوايد ترلاسه کړي چې د سيمې د اقتصاد په وده کې به موثر وي.

د بدخشان د واخان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي فيض محمد پژواک ته وويل چې پامير ته د سياحينو او سيلانيانو شمېره لوړه شوی دی.

هغه زياته کړه: ((کوم خدمتونه چې موږ په مېلمستونونو کې ورته برابر کړي، د پيسو له درکه يې ښه عوايد ت لاسه شوي دي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور