منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سباوون ننګرهاری: دجګړې ښکېلې خواوې دې سوله وکړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۳ وری ۹۷): ۱۳ کلن سباوون ننګرهاری وايي، هېواد ته د سولې او پوهنې له سترو پيغامونو سره راغلی او د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې له حکومت سره سوله وکړي.

سباوون ننګرهاری چې لا هم په کوزه پښتونخوا کې له خپلې کورنۍ سره د کډوالۍ شپې ورځې تېروي، له پژواک سره يې په ځانګړې مرکه کې وويل، په نږدې وختونو کې به خپل هېواد ته راستانه شي.

نوموړي د وري په ۲۳مه د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار په کرزي تالار کې د خلکو يوه لویه غونډه کې ګډون کړی و او له همدغه ځايه يې د خپلو غوښتنو پيغامونه شريک کړل.

هغه وويل، د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره د سولې راتګ او پوهنيز ډګر پياوړتيا تر ټولو مهم عنصرونه دي نو ځکه يې له ننګرهاره د سولې او پوهنې د پياوړتيا غږ پورته کړ.

دی وايي، غواړي دلته په ننګرهار کې د يو ښوونځي دروازه پرانيزي چې د بې وزله کوچنيانو لپاره به په کې د وړيا زده کړو زمينه برابروي؛ خو په دې برخه کې يې د حکومت او سوداګرو مرستې اړينې وبللې.

سباون زياته کړه: ((د دغه کار لپاره زه د افغانستان پر ولسمشر، اجرائيه رييس او پوهنې وزارت په چارواکو د هر راز همکارۍ غږ کوم او سوداګرو ته جولۍ غوړوم چې زما لاس نيوی وکړئ.))

هغه د پوهنې د پياوړتيا لپاره د سولې راتګ اړين وباله او پر وسله والو يې غږ وکړ چې د جګړې لار پرېږدي او د سولې لاره خپله کړي.

ننګرهاری وايي، پلان لري چې خپل هېواد ته راستون شي؛ خو وايي، د دغه کار لپاره به يو مناسب وخت ته انتظار وباسي.

په غونډه کې پر سباوون ننګرهاري سربېره يو شمېر نورو کسانو هم خبرې وکړې چې د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر لعل محمد درانی د افغان نوابغو او په ځانګړې توګه د سباوون ننګرهاري د ژوند خونديتوب غوښتونکی شو.

دی وايي، افغان خاوره د تاريخ په اوږدو کې د اتلانو او نابغه ګانو کور پاتې شوی؛ خو تر اوسه يې د خپل يو اتل او نابغه ساتنه هم نه ده کړې.

د ننګرهار د والي په استازيتوب اکبر شېر سباوون ننګرهاري ته ډاډ وکړ چې په دغه ولايت کې د ښوونځي جوړولو په برخه کې ورسره ولايتي اداره همکاره ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور