منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۲ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار عالمانو د ښوونځيو سوځول د اسلام دين خلاف کړنه وبلله

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۸ وری ۹۷): د ننګرهار ولايت ديني عالمان وايي، د ښوونځيو سوځول د اسلام ضد کړنه ده او دغه راز يې پر طالبانو او نورو وسله والو ډلو هم غږ وکړ چې د سولې له پروسې سره يو ځای شي.

دوی دغه څرګندونې د وري په ۲۸مه په جلال اباد ښار کې د يوه کنفرانس پر مهال په داسې حال کې وکړې چې په دې وروستيو کې په ننګرهار ولايت کې د پوهنې پر وړاندې ننګونې زياتې شوې دي.

په تېره يوه مياشت کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې څو ښوونځي سوځول شوي او د ځينو ښوونځيو مديران او کارکوونکي هم وژل شوي دي.

ديني عالمانو له خلکو هم وغوښتل چې د هغو وسله والو ډلو پر ضد را پورته شي چې په سيمو کې يې ښوونځي، مدرسې، پلونه، سړکونه او نور عامه ځايونه ورانوي.

ديني عالم مولوي حبيب الله وويل چې د اسلام په ګډون د نړۍ په هېڅ دين کې د ښوونځي او جومات ړنګول او سوځول جواز نه لري او دا يې د اسلام په دين کې غير شرعي کړنه وبلله.

هغه دغه کار د اسلام او جهاد تر نامه لاندې د څو لنډغرو کار ياد کړ چې په وينا يې د سيمې د استخباراتي شبکو او پرديو په اشاره يې ترسره کوي.

ده زياته کړه، ولس بايد د دغو خلکو پر وړاندې ودرېږي اجازه ورنه کړي چې څوک يې ښوونځي ته اور واچوي، جومات يې ړنګ کړي او پول يې ونړوي.

د کنفرانس بل ګډونوال مولوي زېړګل هم ورته څرګندونې وکړې او د جومات او ښوونځي ورانول او سوځول يې يو غير اسلامي او انساني کړنه ياده کړه.

دی وايي: ((هغوی چې مکتب سوځوي، مسجد ورانوي او ديني عالمان شهيدوي، موږ سره دې کېني، دا دې راته ثابته کړي چې په کوم دين کې دوی ته دا جواز ورکړل شوی چې ديني عالم شهيد کړه، جومات وران کړه او مکتب وسوځوه.))

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې اسلام د سولې او امن دين دی او بايد د ولسمشر د سولې وړانديز ومني او نور دې د خپل هېواد ورانولو پر ځای د هېواد په ابادۍ او ساتنه کې برخه واخلي.

که څه هم د ننګرهار ديني عالمانو د سولې د راتګ او امنيتي ځواکونو د ملاتړ په خاطر په ځلونو کنفرانسونه ورکړي خو دا لومړی ځل دی چې د ښوونځيو سوځول غندي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور