کابل(پژواک،۲۹وری۹۷): په کابل کې د"قران ستوري" سياليو ګټوونکې چې له ۹۰۰ډېرو نجونو په کې ګډون کړی و،اعلان شوې.
دغه سيالۍ شپږ مياشتې وړاندې د امت وسط او شمس القران ديني مدرسې" اسلامي او تحقيقاتي مرکز له خوا د حديث شريف، فقې، تفسير او سيرت النبي په برخو کې ترسره شوې.
ددغه مرکز مشر شمس الرحمان فروتن په هغو مراسموکې چې نن په کابل کې د ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې، ښځو چارو وزارتونو د چارواکو او عالمانو شورا د غړو په شتون سره ترسره شول، وويل چې دغه پروګرام د يو شمېر خصوصي ارګانونو په مالي مرسته ترسره شوی دی.
د هغه په وينا، په دې سيالۍ کې ۹۰۰نجونو برخه اخيستې وه او په پای کې د څارونکو کمېټې له خوا چې له يو شمېر سترو ديني عالمانو څخه جوړه شوې، ۱۵۰غوره څېرې انتخاب او په دغو سياليو کې ۴نجونې د ګټوونکو په توګه معرفي شوې.
فروتن زياته کړه چې د څارونکو کمېټې د پرېکړې له مخې، د کابل پوهنتون د شرعياتو پونځي د څلورم کال محصلې زهرا لومړی مقام، د کابل طبي پوهنتون محصلې بشرا دوم، د سلام پوهنتون د شرعيانو پوهنځي محصلې محبوبې درېيم او د سلام پوهنتون د شرعياتو پوهنځي محصلې ذاکرې څلورم مقام ترلاسه کړی دی.
ددغه اسلامي مرکز د مشر د معلوماتو له مخې، د سيالۍ له لومړي تر څلورم ګټونکي پورې د عمرې حج سفر او له پنځمه تر ۱۸ مقام پورې تحصيلي بورسونه په پام کې نيول شوي او نورو غوره څېرو ته د جامو مينځلو، برقي جارو، خياطۍ ماشين، د ډوډۍ خوړلو او چای څښلو لوښي، اتو، ګرځنده ټيلېفونونه، جامې او ساعتونه ډالۍ شوي دي.
شمس الرحمان وويل چې د ستاره قران سيالۍ د ياد مرکز له لوري له پنځو کلونو راهيسې هر کال ترسره کېږي او دغه لړۍ به دوام ولري.
د حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستيال عبدالحکيم منيب په دې ناسته کې وويل: " د اسلامي علومو په برخه کې د ځوانانو هڅونه ستره معنوي پانګه ده."
د هغه په وينا، کورنۍ بايد خپل بچيان وهڅوي چې قران کريم ووايي، ژباړې او تفسير ته دې جدي پام وکړي.
منيب وويل چې اوسمهال په کابل کې د ديني علومو ۱۵۰ مدرسې فعالې دي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا ثبت شوې او په ياد شويو مدرسو کې کابو ۷۰زره نجونې دديني علومو پر زده کړه لګيا دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دغه چارواکي له ښځو او نجونو څخه وغوښتل چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو په ټاکنو کې دې برخه واخلي او هغو ښځو ته دې رايه ورکړي چې اسلامي ارزښتونو ته ژمنې وي.
۲۳کلنې زهرا چې په دغو مراسمو کې يې لومړی مقام ترلاسه کړی پژواک ته وويل:" زه په يوه دينداره کورنۍ کې زږېدلې يم او تفسير شريف، حديث، فقه او قران کريم مې په يوه ديني مدرسه کې زده کړدي او د قران حافظه يم."
هغې وويل چې نورو نجونو ته هم سپارښتنه کوم چې قران کريم ووايي ځکه هر مسلمان که نر دی او يا ښځه بايد قران کريم زده کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










