منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۷ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

افغانستان د رسنیو ازادۍ نړیواله درجه بندۍ کې ۱۱۸ مقام خپل کړی

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل (پژواک، ٥ غويی ٩٧): د بې پولې ژورنالېستانو د نړيوال سازمان په کلني راپور کې افغانستان د رسنيو ازادۍ په نړيواله درجه بندۍ کې د دوو مقامونو په ښه کېدو سره له ١٨٠  هېوادونو ١١٨ مقام خپل کړى دى.

د بې پولې ژورنالېستان (ار اېس اېف) له خوا دغه نړيواله درجه بندي چې نن (د غويي پنځمه) خپره شوې ده، افغانستان دوه مقامه ښه شوى، په داسې حال کې چې تېر کال يې ١٢٠ مقام خپل کړى و.

دغه سازمان په داسې حال کې دغه راپور خپور کړى او د افغانستان د دوو مقامونو د ښه کېدو خبر ورکړى چې نن سهار په کندهار ښار کې يو ځايي خبريال عبدالمنان ارغند چې له کابل نيوز سره يې کار کولو، د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.

ياد سازمان په دغه راپور کې د نړۍ په ١٨٠ هېوادونو کې د رسنيو د وضعيت په اړه معلومات، د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې ننګونې او ستونزې خپاره کړې دي.

په دغه راپور کې د رسنيو او خبريالانو پر وړاندې د ترکيې او د مصر د حکومتونو او چارواکو کړنې غندل شوې دي.

د بې پولې ژورنالېستانو نړيوال سازمان ويلي چې افغانستان لا هم خبريالانو ته د ګواښونو او مرګونو ډک هېواد دى.

سرچينې زياته کړې چې د نړيوالې درجه بندۍ له اوو شاخصونو يې په افغانستان کې په څلورو برخو کې جزوي پرمختګ شوى دى.

دغه سازمان د افغان خبريالانو ستاينه کړې چې له خراب امنيتي حالت سره سره د خپلو حقونو او خپلواکۍ په برخو کې مبارزه کوي.

" ار اېس اېف" په افغانستان کې د حکومت او رسنیو د استازو تر منځ د همغږۍ د ګډې کمېټې جوړېدو ته اشاره کړې او د حکومت او رسنیو تر منځ د دې کمېټې میاشتنۍ غونډې یې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو او ستونزو په لرې کولو کې اغېزمنې بللې دي.

د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي د دغه راپور هرکلى کړى او ويلي یې دي چې د حکومت او رسنيو د ګډو هلو ځلو په پايله کې افغانستان دوه مقامه پرمختګ کړى دى.

د راپور له مخې، ناروې هېواد د رسنيو د ازادۍ په نړيواله درجه بندۍ کې لومړى، سويډن دويم او هالنډ درېيم مقام لري، د شمالي کوريا تر ټولو وروستى ١٨٠ مقام دى.

افغانستان ١١٨، پاکستان ١٣٩، هندوستان ١٣٨، ايران ١٦٤، امريکا ٤٥، برېتانيا ٤٠ او روسيه ١٤٨ مقام لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور