منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل او خوست کې د خبريالانو وژنه په پراخه ډول وغندل شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل (پژواک، ۱۱ غويی ۹۷): خبريالانو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د غونډو په جوړولو سره په کابل کې کې د کابل په پرونيو بريدونو کې د څو خبريالانو او په خوست کې د يوه بل خبريال ترور د بشري او ديني اصولو ضد جنايت وباله او دغه عمل يې سخت وغانده.

پرون يوه ډله خبريالان چې د کابل ښار په شش درک سيمې ته د يوه ځانمرګي بريد د خبري انعکاس په موخه تللي وو، ځانمرګی بريد ور باندې وشو چې له امله يې ۹ خبريالان ووژل شول او اته نور ټپيان شول. څو ساعته وروسته ناپېژاندو وسله والو په خوست ښار کې يو ځايي خبريال وواژه.

د دې خونړيو پېښو په غبرګون کې خبريالانو نن په بدخشان، ننګرهار، فارياب، جوزجان، بلخ، غور او سرپل ولايتونو کې اعتراضي غونډې جوړې کړې.

د جوزجان ولايت يوه خبريال عبدالمنان فيروز نن په شبرغان ښار کې جوړه شوې غونډه کې دغه بريد وغانده او ويې ويل چې ښايي په حکومت کې دننه ځينو کسانو په کابل کې له ترهګرو سره همکاري کړې وي.

هغه زياته کړه چې د جوزجان ولايت خبريالان، له مسوولو ارګانونو غواړي چې دغه پېښه دې په جدي توګه تعقيب کړي او د دوی د امنيت د تامين زمينه دې برابره کړي.

د بدخشان يوه خبريال عبدالبصير حقجو په فيض اباد ښار کې جوړه شوې ناسته کې پر خبريالانو بريد د ټولو ديني او نړيوالو اصولو خلاف وباله او سخت يې وغانده.

د هغه په وينا، خبريالان بې دفاع او بې طرفه کسان دي او د دولت ضد وسله والې ډلې بايد پر دوی له بريدونو څخه ډډه وکړي.

دغه راز نن په غور ولايت کې هم خبريالانو د فيروزکوه ښار د راډيو ټلوېزيون ودانۍ مخې ته په راټولېدو سره په کابل کې او خوست کې د خپلو همکارانو وژل کېدل وغندل.

د غور يوه ځايي خبريال عبدالقدير غفوري په دغه غونډه کې وويل چې د خبريالانو په نښه کول د ډېرې اندېښنې وړ دي او حکومت بايد د خبريالانو د امنيت ساتنې لپاره جدي تدابير ونيسي.

نوموړي دغه راز وويل چې د غور ولايت خبريالان له نړيوالو ارګانونو څخه غواړي چې له افغان حکومت سر دې دداډول ترهرګرو بريدونو په تعقيبولو کې، عاملينو د پېژندلو او محاکمه کولو کې مرسته وکړي.

په دې اړه د سرپل په ولايتي شورا کې جوړه شوې غونډه کې هم لسګونو ځايي خبريالانو ګډون کړي و.

ځايي خبريال محمد نونس نعيمي وويل چې پر خبريالانو ترهګر بريدونه، د خبريالانو د غږ غلي کولو په موخه ترسره کېږي او دا کار د جدي اندېښنې وړ دی.

د نوموړي په وينا، افغان حکومت  دې په دې اړه د امنيت شورا غړو هېوادونو په همکارۍ سره په ګډه پلټنې وکړي.

د کابل او خوست پرونۍ پېښې د رسنيو د لس کار کونکو په وژل کېدو سره، په ځانګړې توګه د کابل بريد د پېښې د ډول او د مرګ ژوبلې له پلوه، د افغانستان د رسنيو په تاريخ کې بې مخينې دی.

ياد شويو بريدونو په اړه په نړيواله کچه پراخ غبرګونونه را وپارول او د ګڼ شمېر هېوادونو او نړيوالو ارګانونو له خوا وغندل شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور