کندهار (پژواک،٣٠ غویی ۹۷): د هلمند د سولې د ولسي حرکت غړي چې په هېواد کې یې د سولې په هیله تر کابله پلی مزل پیل کړی، کندهار کې له دمې وروسته د زابل پر لور روان شول.
هغوی درې ورځې کندهار ښار کې تېرې کړې چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شول او له هغوی سره یې د سولې غږ بدرګه کړ.
د دغه حرکت یوه غړي اقبال خيبر د غويي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، له هلمنده څخه کندهار ته په پلي تګ څلور ورځې ولګېدې او درې ورځې همدلته دمه شول.
ده زیاته کړه، په دې موده کې یې په بېلابېلو جوماتونو کې له دیني عالمانو، مشرانو او ځوانانو سره ولیدل او له هغوی سره یې د سولې هغه پرېکړه لیک شریک کړ چې د جګړې ښکېلو غاړو ته یې لېږلی.
دی وايي، د خلکو تاوده هرکلي او کلک ملاتړه یې درک کړه چې د دې هېواد هر فرد څومره درد او کړاو لیدلی او په زړونو کې یې د دردونو او کړاوونو څومره کیسې پرتې دي.
خيبر یو ځل بیا پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې سوله وکړي او د دردونو او مصیبتونو دا لړۍ ختمه کړي.
د ده په خبره، تر هغه چې ښکېلو غاړو د ولس د سولې غږ نه وي اورېدلی نو د دوی دا پلی مزل به دوام لري.
دی وايي، په دې لړ کې نن د زابل پر لور وخوځېدل چې د لارې په اوږدو کې به له خلکو سره ویني او د سولې لپاره به د هغوی ملاتړ خپلوي.
خیبر دا هم وویل چې له هلمنده کندهار ته راتلل نو شمېر یې ۷ تنه وو، خو ۴ نور ملګري له هلمنده او ۳ نور له کندهاره هم ورسره ملګري شوي چې په کې یو تن په سترګو معلول هم په کې شامل دی چې جګړې ورڅخه د سترګو لید اخیستی.
د هلمند د سولې له حرکت سره د یو ځای شوو ځوانانو له ډلې یو هم د کندهار د بدني ښکلا اتل زمری ځلاند دی.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو ځوانانو پاکو احساساتو وهڅاوه له دوی سره ملګری شي چې په دې فرض روژه کې یې د سولې په ارمان خپل کورونه پرې ایښي او تر کابله یې پلی مزل پيل کړی.
دی وايي، کندهار کې خلکو د دغو ځوانانو تود هر کلی وکړ او له هغوی یې ملاتړ اعلان کړ.
ده زیاته کړه، ولس له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې د روژې مبارکې مياشتې په خاطر جګړه ودري او سوله وکړي.
دی وايي، غواړي د خپل دغه پلي سفر په اوږدو کې له دیني عالمانو او نورو مخورو سره وویني او هغوی تهووايي چې که غوښتنې یې په حقه وي نو باید ملاتړ یې وشي او د سولې غږ ورسره بدرګه شي او که غلطې وي چېدویبیرته وګرځي.
د دغه حرکت غړي قیس هاشمي پژواک اژانس ته بیا تکرار کړه چې د سولې په ارمان د خپل پلي مزل له ستړیاوو او د پښو د تڼاکو له دردونو خوند اخلي، ځکه د ولس د سولې غږ د جګړې تر ښکېلو غاړو او نړیوالو رسوي او که په دې لار کې و هم وژل شي نو پروا یې نه لري.
نوموړي د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې د ولس د سولې غږ ته مثبت ځواب ورکړي که دا کار و نه شي نو دوی به خپل پلی مزل شمال ته وغځوي او له هغه وروسته به پر بل اقدام غور کوي.
نوموړي له خلکو غوښتنه کوي چې د سولې له دغه حرکت سره يو ځاى شي ترڅو د ټولو دغه ارمان پوره شي.
د هلمند د سولې د ولسي حرکت د خپل پلي مزل پر مهال په لیکلې بڼه او د یوه وړوکي لاوډسپېکر له لارې دا شعارونه بدرګه کوي: ((ژوند چې مو بدرنګ دی- جنګ دی، جنګ دی))، ((موږ سوله غواړو))، ((جنګ بس دی)).
دوی وايي، له هغه وروسته چې هلمند کې یې د سولې په موخه خېمه ودروله او د جګړې له ښکېلو غاړو نا هيلي شول نو سولې ته د رسېدو په موخه له هلمنده کابل ته پلي روان شول.
شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په هلمند کې ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې په سهار یې بيا په یاده سيمه کې د يو شمېر کسانو له لوري د سولې خېمه ودرول شوه.
د دې خېمې ګډونوالو له حکومت او طالبانو د جګړې درېدو او د سولې کولو غوښتنه وکړه.
د هلمند د سولې له خېمې په الهام اخيستو سره د هېواد په ډېرو ولايتونو کې د سولې غوښتنې په موخه يوه او دوه خېمې ودرول شوې خو ځينو له ښکيلو غاړو څخه د مثبت ځواب نه ترلاسه کولو له امله خپلې خېمې بېرته ټولې کړې.
خو د غويي ٢٣مه د هلمند د سولې خېمې ګډونوالو سولې ته د رسېدو په موخه کابل ته پلی حرکت پيل کړ چې په څلورمه ورځ کندهار ښار ته را ورسېدل او له دریو ورځو دمې وروسته اوس زابل ته پر لاره دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










